شاته

په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د 2017 په سرشمېرونو تحفظات څرګند کړی شوي

په پاکستان کې د کال 2017 د سرشمېرنو د ختمي رپورټ ترمخه د خېبرپښتونخوا ابادي درې کروړه پينځه لکه او لس زره ښودل شوې او په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوو قبايلي ضلعو (پخوانۍ فاټا) ابادي 49 لکه او 90زره شمار کړی شوې ده.

د پاکستان د سرشمېرنې د ادارې ترمخه په ملک کې د 2017 په سرشمېرنه کې مالومه شوې چې په ملک کې د ابادۍ د زياتېدو شرح دوه اعشاريه څلور فيصده ده، ويل شوي د کال 1998 په شمېرنه کې د ابادۍ د سېوا کېدو شرح دوه اعشاريه شپږ،نهه (69)فيصده وه.

د سرشمېرنې د رپورټ ترمخه په خېبرپښتونخوا کې په کال 1998 کې په ترسره شوې شمېرنه کې د صوبې ابادي يو کروړه 77 لکه وه او په 2017 کې ترسره شوې سرشمېرنه کې دا ابادي درې کروړه پينځه لکه او لس زره ته رسېدلې ده.

د سرشمېرنو د رپورټ ترمخه په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو سرشمېرونو کې د سړو شمېر یو کروړ 54 لکه 44زره 481 او د ښځو شمېره يو کروړ 50 لکه 62زره 440 ده.

ويل شوي په پخوانۍ فاټا او اوسنيو قبايلي ضلعو کې په کال 1998 کې ابادي 30 لکه او 18 زره وه او په 2017 کې ترسره شوې سرشمېرنه کې 49 لکه او 90 زره شمار شوې ده.

د سرشمېرنې د رپورټ ترمخه په پخوانۍ فاټا کې د سړو شمېرنه 25 لکه 51زره 715 او ښځې 24لکه 41 زره ده.

په خېبرپښتونخوا کې د ورګډې شوې ضلعې شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي، دوی د وړاندې په سرشمېرنه تحفظات وړاندې کړي چې شمېرې يې کمې ښودل شوي او اوس هم دغه تحفظات لري.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د سرشمېرو تحفظات يې د وزیراعظم عمران خان سره شريک کړي او هغه ورته باور ورکړی وو چې په قبايلي سيمو کې به د قامي اسمبلۍ څوکۍ يا سيټونه سېوا کړي.

هغه وويل په دغه لړ کې يې په اسمبلۍ کې يوه قانوني مسوده هم وړاندې کړې او قومي اسمبلۍ دغه قانوني مسوده پاس کړې او په برني اېوان سېنېټ کې پرې تراوسه بحث نه دی شوی.

هغه زياته کړه د حکومت په دې دريځ خوښ دی چې په کال 2023 کې بيا سرشمېرنې وکړي او دوی به هڅه کوي چې په قبايلي ضلعو کې سمې او کره سرشمېرنې وشي.

په خېبرپښتونخوا کې د سرشمېرنې د ادارې يو چارواکی چې خپل نوم نه ښکاره کول غواړي، وايي موجوده د ابادۍ شرح اوس هم ډېره زياته ده، پکار ده چې د ابادۍ سېوا کېدو شرح يو فيصد ته راکمه شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په پاکستان کې د ابادۍ غټه برخه د کليوالو سيمو نه ښارونو پله منتقل کيږي او د حکومت لخوا په ترقياتي پروژو کې د فنډونو د زياتوالي له امله بوج سېوا کيږي.

هغه زياته کړه د تعليم، صحت او مواصلاتو په برخه کې ورځ تر بلې ضروروتونه سېوا کيږي ابادي زیاتيږي نو د هغې دپاره فنډونه هم په دغه حساب ورکول غواړي خو دلته بیا پېسې د ابادۍ په زوړ حساب ورکول کيږي، بوج سېوا کيږي او ضرروتونه پوره نه شي.

د قبايلي ضلعو دپاره د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه په کال 2014 کې په شمالي وزیرستان کې د تندلارو پرضد د پوځي عملياتو وروسته د علاقې نه د لس لکه نه زيات خلک کډوال شوي وو او د غېر رجسټرډ شمېرو ترمخه د کډوالو شمېره د لس لکه نه هم سېوا وه.

د پي ډي اېم اې ترمخه په وروستيو کې د جنوبي وزيرستان نه په بې کوره شوو خلکو کې يواځې دوه سب ډويژنو ته يو نيم لاک کورنۍ بيرته ستنې کړي دي.

د 2017 د سرشمېرنو د رپورټ ترمخه په بلوچستان کې په کال 2017 ابادي يو کروړ 23 لکه او 40زره شمار شوې او په کال 1998 کې په صوبه کې ابادي 65 لکه او 70زره وه.

دغه ډول په سيند صوبه کې د کال 1998 په سرشمېرنه کې ابادي درې کروړ 44 لکه وه او په وروستۍ سرشمېرنه کې دا ابادي څلور کروړه 78 لکه 50زره ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې د 2017 په سرشمېرنو په سيند او بلوچستان صوبو کې هم داسې تحفظات څرګند کړی شوي چې د دغو صوبو ابادي کمه ښودل شوې ده او د کمې ابادۍ په حساب بیا دغو صوبو ته په بجټ کې برخه ورکول کيږي او هغه پېسې بيا د صوبو د ابادۍ ضروروتونه نه پوره کوي.

خو مرکزي حکومت باور ورکړی دی چې د کال 2023 په سرشمېرنو کې به بيا سرشمېرنه کولی شي او هڅې به کوي چې هغه سرشمېرنې کره او رڼې وشي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​