شاته

اختر کې د خلکو راشه درشه؛ "تېر شپه او ورځ کې ۷۰ تنه په کرونا اخته شوي"

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس ۷۰ تنه اخته شوي دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي‌زي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، روغتیايي کار کوونکو په ټول هېواد کې د ۵۶۶ شکمنو کسانو د کرونا ټېسټ کړی چې په پایله کې د اوویا تنو پایله مثبته راوتلې ده.

نوموړی وايي: "تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د ۵۶۶ شکمنو کسانو ټېسټ شوی چې له دې شمېر ۷۰ تنه مثبت دي. په دې سره په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۳۴۱۹ تنو ته ورسېد."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېره یوه شپه او ورځ په کرونا وبا اخته شوي ۶ کسان هم مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون پردې ناروغۍ د نوېو اخته شوېو کسانو شمېر ۲۶۱ اعلان کړی و، خو داسې مهال چې تېرو ۲۴ ساعتونو ټولیزې راټولېدنې زیاتې او راشه درشه هم د اختر په مناسبت ډېره برېښي، خو پر دې ویروس د اخته کېدونکو شمېره ټېټه شوې ده.

خو له دې ټولو سره-سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او روغتیاپالان له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنو ته پام او تر خوا یې له ټولنیزو راټولېدنو ډډه وکړي .

په همدې حال کې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د هلمند د مخکني والي نبي الهام له مړینې خبر ورکړی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته منلې چې ښاغلی الهام کرونا و او وروستیو کې د خراب روغتیايي وضعیت له کبله کابل ته لېږدول شوی و.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک ازادي راډیو ته منلې چې ښاغلی الهام کرونا و
د هلمند د والي ویاند عمرځواک ازادي راډیو ته منلې چې ښاغلی الهام کرونا و

د ښاغلي الهام له مړینې وړاندې په اقتصادي او د فقر د له‌منځه وړو برخه کې د جمهور رییس غني ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر، د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزي په ګډون ځینې سیاسیون د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوي وو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې د کرونا وبا له پیله تر اوسه، دې هېواد کې د دې ناروغۍ له کبله ۲۷۳۶ تنه مړه شوي، خو ۵۴۶۳۴ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، کابل لومړنی ولایت دی چې په کرونا د اخته کسانو شمېر په کې تر نورو ولایتونو لوړ دی. دغه شان هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار په یوه او بل پسې پر کووېډ-۱۹ د اخته شوېو کسانو لوړ شمېر لري.