شاته

سپینه ماڼۍ: د کرونا ضد مبارزه مو کامیابه ده

د سپینې ماڼۍ د کرونا ضد د مبارزې د هلو ځلو د همغږۍ مشر وایي د کرونا ضد مبارزه بریالۍ ده.

جیفري زینټس نن یکشنبه مۍ نهمه (غوایي۱۹) د امریکا د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې د ټولو امریکایانو لپاره د کرونا ضد کافي واکسین شته دی .

ښاغلي زینټس وویل چې د امریکا د نفوس ۵۸ په سلو کې تر ۱۸ کلنو پورته کسان ته لږ تر لږه د کرونا ضد یو ډوز واکسین شوی اوزیاته یې کړه چې جمهور رئیس جو بایډن پلان لري د جولاۍ د میاشتې تر څلورمې چې د امریکا د خپلواکۍ ورځ ده، ۷۰ په سلو کې امریکایانو ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شوی وي.

سره لدې چې دې امریکایي چارواکي وویل "هیواد عادي کېدو او خوندي کیدو ته نږدې دی" خو تر څنګ یې دا هم وویل چې ولس نور د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي په خاطر د لګول شویو محدودیتونو نه ستړی شوی.

هغه وویل "د ماسک تړل یو کړاو دی. "خو تر څنګ یې د امریکایانو نه وغوښتل چې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې ماسکونه وتړي او هر څه دې څاري.

د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۱۲.۶ میلیون کسانو ته د کرونا ضد دوه ډوزه واکسین ورکړل شوی خو د نظر د معلومولو ځینې سرویګانې ښیي چې لا هم یو شمیر امریکایان او په ځانګړي ډول د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پلویان نه غواړي چې واکسین شي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په چین کې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې خپور شو او د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو ته راورسید.

د جانز هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو پر اساس چې په امریکا او نړۍ کې د کرونا ویروس په هکله معلومات څاري، دې ویروس په امریکا کې تر اوسه ۵۸۱ زره کسان مړه کړي او ۳۲.۷ میلیون پرې اخته دي.