شاته

کونړ کې کونډې او ځوریدلې مېرمنې اوربند او سوله غواړي

په کونړ کې په روان جنګ کې کونډې شوې او ځورېدلې مېرمنې اوربند او سوله غواړي.دغه مېرمنې وايي، د دوی ژوند خو له غمونو او ویرونو ډک شو، خو نه غواړي نورې کورنۍ هم د دوی په څېر د بد برخلیک سره مخ شي.

د کونړ په مرکزي دارالمعلمین کې شااوخوا زرو کونډو، یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه.

کونډه ۳۵ بس پري هم همدې مرستو ته ولاړه ده وايي، درې کاله وړاندې يې د ژوند ملګری په جنګ کې وژل شوی او ورته ترې لس بچي پاتې دي.

بس پري ازادي راډیو ته خپل د سختو ورځو کېسه کوي: "خاوند مې مړ شو، سختو او تنګو سره مخ شوم ان بچو ته د نفقې پیدا کولو لپاره پيښور او نورو ځایونو ته لاړم، په پردیو پټيو کې مې د غنمو لو وکړ، ټول عمر زه یم او لالهانده ژوند دی."

کونړ کې زرو کونډو، یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه.
کونړ کې زرو کونډو، یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه.

بس پيرې وايي، جنګ خو د دوی د کورنۍ د سر سیورۍ اخیستی، خو نه غواړي نورې کورنۍ د ده په څېر د غم پر ټغر کیني.

نوموړې د جنګ پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې دا جګړه ودروي: "دې جګړې ډېر ښایسته ځوانان وخوړل، بې ځایه یې مړه کړل، الله دې د جنګ کوونکو په زړونو د رحم اوبه تويې کړي چې نور جنګ بند شي او هر څوک خپلو کورنیو سره خوشحاله ژوند تېر کړي."

کونډه ۴۰ کلنه شمع چې جګړو ترې د ژوند ټول خواږه تروړلي وايي ، هېڅ دې نه وي خو هېواد کې دې سوله او امن وي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "له الله پرته مې هېڅ نشته، یو ماشوم زوی لرم، ۷ لوڼې مې دي، د جنګ له ښکېلو غاړو غواړم چې افغانستان کې دې جګړې ودروي اوربند دې وکړي څو له چاودنو او وژنو خلاص شو، الله دې دا ورونه سره جوړ کړي چې نورې خویندې کونډې نه شي او ماشومان یتیمان نه شي. افغانستان ټول تباه او برباد شو."

په کونړ کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو مسوولین وايي، د 'شانتې' په نوم جاپانۍ موسسې ورسره د نږدې زرو کونډو، یتیمانو، معلولینو او غریبو کسانو لپاره د خوراکي موادو مرسته کړې چې په وینا یې هرې کورنۍ سره د شااوخوا شپږ زرو افغانیو په اندازه مرسته وشوه.

دغه کونډې مېرمنې په داسې حال کې په جنګ کې له ښکېلو خواوو د جنګ بندولو او سولې غوښتنه کوي چې دوحه کې بین الافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي. د سولې لپاره د استانبول د غونډې درک هم نه لګیږي.

له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل پیل هم شوي، خو ورسره د هېواد په څو ولایتونو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی، د جګړې هر لوری یو بل ته د زیاتې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

خلک وايي، د جګړې دواړو خواوو ته افغانان وژل کېږي، نو باید د ورور وژنې پرځای د سولې لاره خپله کړي.