شاته

مهمند ضلعه کې د اوبو دټینګۍ چاودیدو له امله دیوې کورنۍ اووه ماشومان مړه شوي

دسیمې څخه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه دمهمند قبایلي ضلعې امبار تحصیل په ګمتۍ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې دیوې کورنۍ ماشومانو د اوبو دټینګۍ ترڅنګ لوبې کولې.

سرچینې وایي داوبو ټینګۍ کې د زیاتو اوبو ډکیدو له امله دغه ټینګۍ چاودیدلې اؤ په ماشومانو غورځېدلې چې له امله یې اووه ماشومان مړه شوي اؤ یو ژوبل شوی دی.

پېښه کې دقومندان عمر نومې تن دوه زامن دولس کلن ریحان اؤ شپږ کلن عمادالله وژل شوي اؤ دفهد په نوم بل زوئ یې ژوبل شوی دی.

همدا شان دقوماندان عمر د وور حکیم عمر دوه لوڼه اته کلنه نفیسه اؤ څلور کلنه مروه هم په دې پېښه کې مړې شوې دي.

دهغوئ د دوؤ نورو روڼو فارس عمر اته کلن زوئ فرمان اؤ دګلبدین عمر پینځه کلنه لور منیبه هم دټينګۍ په ګټو لګیدلي اؤ مړه شوي دي.

سرچینې وایي دغه ټینګۍ دسیمټی بلاکونو نه جوړه شوې وه اؤ د زیاتو اوبو ډکیدو له امله چاودلې ده.

دپېښې دخبر رسیدو سره سم دمرستندویه ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ فعالین موقعې ته رسیدلي اؤ‌ په پېښه کې مړه شوي اؤ ژوبل شوی ماشوم یې هسپتال ته رسولی دی