شاته

ولسمشر غني: په عدليي او قضائي ارګانونو کې لاسوهنه جرم دی

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په عدليي او قضايي ارګانونو کې نه خپله لاسوهنه کوي او نه هم څوک پریږدي چې د قضاء او څارنوالۍ په چارو کې لاسوهنه وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې نن د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې د افغانستان د څارنوالانو یوه کنفرانس ته خبرې کولې، له لوی څارنوال وغوښته چې که څوک د عدلي او قضايي ارګانونو په پرېکړو کې لاسوهنه کوي نو محاکمه یې کړي.

ولسمشر غني وویل" د رئيس جمهور په توګه زه د هیواد د عدلي او قضائي سکټور په خپلواکۍ باور لرم، نه خپله په قضائي چارو کې لاسوهنه کوم، نه مې کړې او نه به یې وکړم. څوک چې مداخله کوي جرم کوي او مجرم باید محاکمه شي".

ولسمشر غني له لوی څارنوال او قاضي القضات وغوښتل که پدوی او د ولسمشر په ملګرو کې قانوني ماتونه ويني نو د قانون تطبیق دې له دوی پیل کړي.

ولسمشر غني په غور او د ننګرهار په پچیر او اګام کې د شویو پېښو په تړاوو وویل چې عدالت به تطبیق کیږي.

ولسمشر له خلکو وغوښتل چې له صحرايي محکمو ډډه وکړي او په عدليي او قضائي ارګانونو باور ولري.

ها خوا ته لوی څارنوال فرید حمیدي وویل چې راتلوونکې اوونۍ به د فساد په وړاندې د مبارزې عدليي او قضائي مرکز له لوري د فساد لومړنۍ دوسیه پرانستل شي.

لوی څارنوال وویل" لومړی به یې ځان شروع کړو، د فساد سره د مبارزې عدلي او قضائي مرکز به لومړی خپل یو څارنوال چې په فساد کې ښکیل دی محکمه کړي".

لوی څارنوال وویل افغانستان په نړۍ کې درېیم داسې هیواد ښودل شوی، چې قانون ماتوي. هغه وویل قانون ماتونه هم لکه اداري فساد د لوړ پوړو مامورینو له خوا ترسره کیږي.

لوی څارنوال وویل "له اداري فساد سره تحمل نور صفر دی".

هغه وویل په تېرو اتو میاشتو کې یې په لویه څارنوالۍ کې اصلاحات پيل کړي دي.

هغه وویل له درې فیصدو نه ۱۵ فیصدو ته یې د ښځو ونډه زیاته کړې ده.

د څارنوالانو دا کنفرانس به درې ورځې وي، له اداري فساد سره د مبارزې او له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره لارې چارې پیدا کړي.