شاته

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو کښت زیات شوی

ملګرې ملتونه وایي په افغانستان کې پروسږ کال د کوکنارو په کښت کې د وړم کال په پرتله 37 فیصده زیاتوالی شوی او شاو خوا 6300 ټنه افیم یا تاریاق تولید شوې دي.

دا ریپورټ د نړیوالې ادارې د مخدره موادو او جنایتونو د مخنیوې دفتر، د افغانستان د شمېرو او اطلاعاتو د ملي ادارې په اربتاط سره د یوې څېړنې په اساس جوړ کړی.

د ملګرو ملتونو دغې څېړنې نه دوه ورځې وړاندې امریکا او ناټو ایتلافیانو په رسمې ډول له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل کړی چې دغه شل کلنه جګړه پای ته ورسوي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو ریپورټ وایي په 2020م کال کې نږدې 224000 هېکټره مځکه باندې کوکنار کرل شوي وو چې د 2019م کال په مقابل کې 61000 هېکټره زیاتوالی څرګندوي.

د کوکنارو کښت د افغانستان زیاتره سیمو ته غځېدلی او تېر کال له 34 ولایتونو څخه په 22 ولایتونو کې کوکنار کرل شوي وو چې له امله یې له کوکنارو څخه د پاک ولایتونو شمېر هم د تېر کال په پرتله له 13 څخه 12 ته راکښته شوی دی.

د افغانستان جنوب لوېدیځ سیمه کې د پخوا په ډول 71 فیصده کوکنار کرل شوي وو او په ختیځ برخو کې د دې په کښت کې 28 فیصده کموالی شوی دی.

ریپورټ وایي جنوبې هلمند ولایت چې زیاتره د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، هلته تر ټولو زیات تاریاق تولید شوې دي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وایي د قانون له واکمنۍ سره تړلې ننګونې چې پکې سیاسي بې ثباتې، اداري فساد، د یاغې ډلو لخوا رامنځته شوې بې ثباتي او بې امني هغه عوامل دي چې له امله یې په افغانستان کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

د دې تر څنګ د کرندګرو په پریکړو باندې ټولنیز اقتصادې عوامل هم اغېز کوي چې پکې د کار روزګار کمې موقعې، د معیاري تعلیم نشتوالی او مارکیټ ته محدود لاس رسی شامل دي.

په دغه څېړنه کې د کوکنارو د کښت د اندازې لپاره د سیټلایټ عکسونه کارول شوې ځکه د کرونا وبا له امله پر مځکه مالومات راغونډولو کې خنډونه وو.