شاته

په پچیراګام ولسوالۍ کې لا شپږ کلي له داعش سره دي

د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې د افغان حکومتي قواوو پوځي عملیات لا دوام لري ؛خو تر اوسه پکې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د پچیراګام ولسوال میرباز خان امریکا غږ ته وویل چې د تېرو اتو ورځو عملیاتو په پایله کې د بر پچیر درې کلي له داعش وسله والو څخه پاک شوي او نور پرمختګ نه دی شوی.

نوموړی وايي:" د تنګي خېلو، غونډه خېلو او موسی خېلو کلي پاک شوي او د موسی خېلو په اخیري ساحو کې جګړه دوام لري. شپږ کلي لوی کلي لا پاتې دي چې هلته اوس هم داعش کسان موجود دي".

ولسوال وايي د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې څلور داعش وسله وال په سیمه کې وژل شوي چې دوه یې د ډرون په برید کې په نښه شوي او دوه نور یې له حکومت سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

ولسوال وايي تمه لري چې ډېر ژر دغه شپږ پاتې کلي هم له اسلامي دولت نومې وسله والو پاک کړي.

د بر پچیر قومي مشر ملک تور خان امریکا غږ ته وویل چې حکومتي ځواکونه مخکې تګ نه کوي او ډېر ورو روان دي.

نوموړي ویلي چې د تېرو دریو ورځو راهیسې حکومتي سرتیري د موسی خېلو په کلي پراته دي او بره نه ورځي.

په پچراګام کې د تېرې اونۍ په سر کې د داعش پر ضد عملیات پیل شوي وو چې د حکومت په وینا لسګونه داعش جنګیالي یې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

د بلې خوا د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش له وسله والو یې نولس ملکي وګړي ازاد کړي دي.

هغه وویل، دغه ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي د بر پچیر له سیمې د عملیاتو په پایله کې ازاد شوي دي.

ننګرهار ولایت د والي ویاند وویل چې دغه ښځې او ماشومان چې تېر ماښام ازاد شوي له دې وړاندې د داعش وسله والو ترولکې لاندې سیمو کې ایسار وو او وسله والو ورته د سیمې پریښودلواجازه نه ورکوله.

د پچیراګام ولسوال میرباز خان وايي په دغو ازادو شویو ملکیانو کې شپږ یې سړي درې یې ښځې او زیاتره یې ماشومان دي.

خو د بر پچیر د سیمې یو اوسېدونکی وايي چې دغه کسان د عملیاتو په پایله کې نه بلکې داعش وسله والو راښکته سیمو ته د راتلو اجازه ورکړې ده.

تراوسه داعش دلې د پچیر اګام ولسوالۍ د روانو جګړو په اړه څه نه دي، خو دغې ډلې د خپلې ایف ایم راډیو له لارې چې د ننګرهار په ولایت کې اوریدل کیږي د پچیراګام سیمې اوسیدونکو ته د هغوی د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

د کونړ په دانګام ولسوالۍ د طالبانو بریدونه

د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د حکومتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړي او لا هم دوام لري.

په سیمه کې یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د دانګام په تنګي او نورو سیمو کې وسله والو طالبانو په هم مهال ډول بریدونه پیل کړي او لاهم توده جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه کېږي.

د انګام امنیه قوماندان شېرزمان امریکا غږ ته وویل چې د اسمار او دانګام ولسوالۍ په یوه سرحدي سیمه تنګي کې طالبانو ددوی پر پوستو بریدونه کړي خو بېرته یې په شاه تنبولي دي.

نوموړی وايي په دانګام ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې وسله وال راوښتي او په سیمه کې د یوې خطرناکې جګړې نیت لري، خو افغان امنیتي ځواکونه هم دانګام ولسوالۍ ته رسېدلي او پوره تیاری لري.

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالب وسله والو نن سهار د کونړ په دانګام ولسوالۍ پراخه عملیات پیل کړي دي چې په ترڅ کې یې له افغان ځواکونو څخه درې پوستې نیولي دي.