شاته

پاکستان د کرونا د خپرېدو مخنیوي لپاره پوځ سړکونو ته راویستی

د پاکستان حکومت د کرونا ویروس د پېښو له زیاتېدو وروسته د پوځ سرتېري د مرکز اسلام اباد لارو او کوڅو کې ځای په ځای کړي چې د دغه ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې کروناویروس یې په هېواد کې خطرناکه بڼه خپله کړې او خلک هم احتیاط نکوي نو ځکه یې د دغه ویروس د کنترول او مخنیوي لپاره له پوځ څخه مرسته غوښتې.

د پاکستان د پوځ سرتېري د پولیسو سره په ګډه په اسلام اباد کې په لارو او کوڅو کې ګرځي راګرځي او خلکو ته د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي‌ جدي سپارښتنې کوي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ کسان د کروناویروس له کبله مري او زرګونه نور پرې اخته کیږي.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې د پنجاب حکومت هم د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې په دغه ایالت کې هم د کروناویروس د مخنیوي لپاره پوځ ځای په ځای کړي.

اخوا د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تر اختر پورې عالي لیسې او ښوونځي رخصت کړي دي. چارواکو ویلي که حالت خراب شو، دوی به هم له پوځ څخه مرسته وغواړي.

په پاکستان کې تر دې دمه د کروناویروس له کبله شاوخوا ۱۷۰۰۰ کسان مړه شوي او نژدې ۸۰۰ زره نور پرې اخته دي.‌

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ښار کې خپور شو او د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس دا مهال په نړۍ کې شاوخوا ۱۴۵کسان په دغه ویروس اخته ‌دي ‌او څه باندې درې میلیون نور مړه شوي ‌دي.