شاته

بایډن د ولسمشر په توګه په لومړي ځل بهرنی سفر کوي 

سپینه ماڼۍ وايي جوبایډن به د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه د روان کال د جون په میاشت کې خپل بهرني سفرونه پیلوي او اروپا ته به ځي.

ښاغلی بایډن به د کورنوال په غونډه کې د ګدون لپاره بریتانیا ته ځي اوبیا به د اروپايي ټولنې د مشرانو د لیدو لپاره بروکسل ته ولاړ شي.

اروپا ته د ښاغلي بایډن د سفر اعلان داسې مهال کیږي چې هغه څه موده مخکې د روسیې له ولسمشر ویلادي میرپوتین څخه وغوښتل چې په کوم درېیم هېواد کې ورسره خبرو ته کښیني. تر دې دمه روسیې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا اکثریت ولسمشرانو خپل لومړني بهرني سفرونه اروپا ته کړي، خو مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د معمول خلاف په خپل لومړي بهرني سفر کې سعودي عربستان ته ولاړ.

د ښاغلي بایډن د دفتر مشر یوهانس ابراهام د ولسمشر د سفر په اړه اسوشیتډپرس ته وویل: « دا د ستونزو او ننګونو په اړه زموږ له متحدینو او شریکانو سره د اړیکو د ټېنګولو عملي فرصت دی، په همدې حال کې دا هغه څه دي چې ولسمشر پرې تل ټېنګار کوي چې زموږ د اتحاد او کلیدي لومړیتوبونو بیا ژوندي کول دي. له اطلس اقیانوس وراخوا زموږ روابط زموږ د امنیت او سلامتیا غښتلی بنسټ دی.»

له سیاسي مسایلو وراخوا، د کروناویروس په دوران کې د ښاغلی بایډن سفر ځکه مهم بلل کیږي چې هغه له دې کبله ډېر تک راتګ بندی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا خپلو وګړو ته تازه اعلان کړی چې ځینو هېوادونو ته له سفر کولو ډډه وکړي، په دغه لست کې بریتانیا او بلجیم هم شامل دي.