شاته

کرونا ویروس د نړۍ تر ټولو لوړ غره ته ورسید

د ناروې یو غر ختونکی د ایوریسټ د غره په یو کمپ کې د کرونا په ویروس اخته شوی.

دا لومړی ځل دی چې د نړۍ تر ټولو په لوړې څوکې کې یو کس د کرونا په ویروس اخته کیږي .

د ارلنډ نیس په نامه غره ختونکي اې پي خبري اژانس ته ویلي چې د کرونا معاینات یې د اپریل د میاشتې په ۱۵ مې مثبت راغلي او د نیپال پایتخت کتمندو یو روغتون ته په هیلوکوپټر کې انتقال شوی.

د غره ختونکو پدې کمپ کې سلګونه غره ختونکي او د سیمې خلک پراته دي چې سیلانیانو ته لارې چارې ښیي، او خبرداری ورکړی شوی که د ټولو کسانو معاینات ونشي او د خوندیتوب لازم اقدامات ونشي، ښایي دا ویروس نورو ته هم خپور شي.

د ایوریسټ غره ته د ختلو موسم د همدې کال د مۍ په میاشت کې پیلیږي او دا خبرداری هم ورکړل شوی چې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله ښایي سږ کال د غره ختل وتړل شي.

د لوکاس فورټنبښ په نامه یو تن چې ۱۸ نورو غره ختونکو ته لارې چارې ښیي، اې پي خبري اژانس ته ویلي ښایي په کمپ کې به نور ډیر کسان هم د کرونا په ویروس اخته شوي وي ځکه چې د ناروې دغه اوسیدونکی چې کرونا نیولی د څو اوونیو لپاره د نورو خلکو سره په کمپ کې اوسیده.

خو د نیپال یوه چارواکي بیا ویلي چې د دې هیواد په غرونو کې هیڅ ډول کرونا نشته.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې په چین کې خپور شو خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس د نړۍ ۱۹۶ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی.