شاته

د کابل ـ کندهار پر لار د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنه مړه شوي

د کابل ـ کندهار پر لویه لار د زابل ولایت په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنه مړه شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي چې له پېښې څخه د کلات ولایتي روغتون ته د ۱۴ تنو جسدونه او ۱۰ تنه ټپیان انتقال شوي.

ځيني ټپیان د سختو ټپونو له کبله د کندهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

د زابل د پوليس مقامات هم وايي چې پېښه تېره شپه کلات ښار ته نژدې په جلدک سیمه کې د مسافر وړونکي کاسټر او د تېلو د انتقالونکي ټانکر ترمنځ د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې.

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي امریکا غږ ته وويل چې د پېښي قربانیان د زابل ولایتي روغتون ته انتقال شوي.

بلخوا د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل نن جمعه اپرېل ۲۳( غويي ۳) ویلي چې په یاده پېښه کې مړه شوي او ټپیان د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

هغه زیاته کړې چې یاد کسان هلمند ولایت ته د مزدورۍ لپاره تللي وو چې د بیرته راګرځېدو پرمهال یې موټر ټکر کړی دی.

د ننګرهار والي په دې اړه ویلي: "په ډیرې خواشینۍ سره خبرشوم؛ چې د ننگرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ اوسیدونکي وطنوال د کابل-کندهار په لویه لاره په یوه ترافیکي حادثه کې(۱۴) تنه شهیدان او (۶) تنه ټپيان شوي دي.د ترافیکي پیښې شهیدان او ټپیان چې ټول ځوانان ول؛ هلمند ته د مزدورۍ لپاره تللي وو چې د بیرته راتګ پر مهال يې موټر د ټيلر سره ټکر شوی دی."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

نوموړي زیاته کړې چې د ټپيانو په اړه یې د زابل له والي سره خبري کړي چې په وینا یې هغه یې ورته د روغتیا ډاډ ورکړی دی.

د زابل ولایت چارواکو تر دامهاله د یادې ترافیکي پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو لوی لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د لارې خرابولی او پر لویو لارو د ترافیکي نښو نشتوالی بلل کیږي.