شاته

د افغان سرتیرو د وړتیاو په اړه د امریکايي جنرال اندېښنې

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکنزي ویلي چې د امریکايي ځواکونو له دوامداره ملاتړ پرته به افغان ځواکونه سقوط شي.

د اسوشېټيډ پریس خبري آژانس د راپور په اساس مکنزي پرون پنجشنبه اپرېل۲۲ (غويي ۲) د امریکا کانګرس ته وینا کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو تر وتلو وروسته په کابل کې د امریکا سفارت د امنیت نیولو په اړه د افغان امنیتي سرتیرو د وړتیاو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي همدارنګه اندېښنه ښودلې چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو تر وتلو وروسته به افغان سرتیري د ځان د د فاع او د خپلو الوتکو د ساتنې او پروازونو وړتیا ولري؟

مکنزي ویلي: "زه له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو تر وتلو وروسته له خپل ځان څخه د دفاع لپاره د افغان ځواکونو پر وړتیا اندېښنه لرم، د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه په ځانګړي ډول کله چې موږ د دغه سرتیرو ملاتړ ختم کړو، اندېښنه لرم."

نوموړي زیاته کړې چې افغان ځواکونه له کلونو د امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو د سرتیرو له ملاتړ سره عادت شوي دي.

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان فرنک مکنزي همدارنګه ویلي چې افغان ځواکونه مرستې ته اړتیا لري.

جنرال مکنزي همدارنګه زیاته کړې چې متحده ایالات د داسې لارو چارو په لټه دي چې له افغان ځواکونو سره له لیرې همکاري وکړي.

دغه امریکايي جنرال ډاډ ورکړی چې هغوی (امریکا) د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره نوې لارې چارې لټوي، داسې لارې چې په افغانستان کې پاتې کېدو ته اړتیا نوي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د اعلان له مخې ټاکل شوې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱ مې ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني تر دې مخکې ویلي چې افغان حکومت د دغه اعلان درناوی کوي او په وینا یې افغان سرتیري له خپلې خاورې څخه د دفاع وړتیا لري.

ښاغلي غني تیره ورځ کندهار ته د سفر پر مهال له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتلو ته په اشارې وویل: "نړیوال قواووي وځي زموږ ژمنه داده چې دوی په عزت باسو مګر موږ دا خاوره ساتلې او ساتو يې، د افغان قواوو د تمویل په برخه کې ټول تړونونه پر ځای دي او د امریکا دحکومت د ۳۰۰ ميلیون نوې ژمنه د دې ښه ثبوت دی".

د افغان چارواکو په وینا له تیرو دوو کلونو د هیواد امنیتي چارې د افغان ځواکونو په غاړي دي چې په وینا یې ۹۶ سلنه عملیات هم په خپلواکه توګه تر سره کوي.