شاته

امریکایي ځواکونو ته د ناقابله ژباړونکو ګمارل؛ شپږ تنه په درغلۍ تورن شول

شپږ تنه په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته د ژباړونکو په توګه د ناقابله کسانو د استخدامولو په تور مجرم ګڼل شوي دي.

د امریکا د ویرجینیا ایالت د یوې فدرالي محکې منصفه هیات د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۱ (غوایي ۱) د امریکا د حکومت شپږ پخواني قراردایان په فساد او دسیسه تورن کړي دي چې په افغانستان کې یې امریکایي ځواکونو ته ناوړه ژباړونکي استخدام او لیږلي دي.

دغو ژباړونکو باید په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو ته د افغانانو او افغان پوځیانو سره د افهام او تفهیم په ګډون په دري او پښتو ژبو د ژباړې خدمتونه ترسره کړی وای.

د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې دغه شپږ تنه د ویرجینیا د سنټرویل اوسیدونکې ۴۱کلنه مژګان انوري، د کالیفرنیا د ایرواین اوسیدونکی ۴۵کلن عبدل لطیفي، د کالیفورنیا د سان ډییګو اوسیدونکې ۴۷ کلنه مهجوبه روفي، د ویرجینیا ایالت د فریدرزبرګ اوسیدونکې ۵۴ کلنه لیلا انوري، د ویرجینیا د سنټرویل اوسیدونکی ۵۴ کلن رفیع انوري او د ویرجینیا د انندیل اوسیدونکې ۴۸کلنه زرغونه علیزۍ دي.

د امریکا د عدلیې وزارت د جنایي جرمنو د مبارزې یو مسول وایي چې دغو کسانو غوښتل د امریکایي پوځیانو او د ځواکونو د عملیاتو په قیمت ځان بډایی کړي.

دوی د امریکا د حکومت د ۷۰۰میلیون ډالرو په ارزښت یو عمده قرارداد ته فرعي خدمات ترسره کول چې د امریکا د پوځ عملیاتو سره د مرستې لپاره د ژباړونکو استخدام په کې شامل و.

دغه کسان د شپږو نه نیولې تر دوو فقرو د تقلب په ارتکاب تورن دي او که مجرم وګڼل ښي په هره فقره شل کاله بند سزا ورکول کیږي.

تمه ده چې د دوی محکمه د مۍ په پنځمه پیل شي.

دغه دوسیه د سیګار په ګډون د امریکا د عدلیې وزارت د جنایي جرمونو د مبارزې د ادارې او امریکا د پوځ جنایي پلټنو د قوماندانۍ له خوا پرمخ بیول کیږي.