شاته

د سوریې یو توغندی د اسرائیل اټومي بټۍ ته نژدې لګیدلی

د اسرائیل پوځ وایي د سوریې یو میزایل د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوایي ۲) ددې هیواد په جنوب کې د ډیمونا اټومي بټۍ ته نژدې لګیدلی دی چې په غچ کې یې اسرائیل پر سوریې توغندي ورولي دي.

د اسرائیل د پوځ یو ویاند ویلي چې د سوریې د ځواکونو له خوا دغه اس اې ۵ – توغندی د اسرائیلي الوتکې د ویشتلو په مقصد توغول شوی او تر ۲۰۰کیلومترو واټن پورې رسیدلی دی.

هغه دا هم ویلي چې توغندی د اټومي بټۍ نه شاوخوا ۳۰کیلومتره لرې لګیدلی او چاودیدلی دی.

د اسرائیل د دفاع وزیر بیني ګنتس ویلي چې دغه د الوتکې ضد میزایل د سوریې له لورې د هغه هیواد پر پوځي اهدافو باندې چې کیدای شول د اسرائیل پر ضد د برید لپاره وکارول شي، د اسرائیلي الوتکو د برید پر وخت توغول شوی دی.

هغه دا هم وویل چې د اسرائیل د میزایلو د دفاع سیستم هڅه وکړه چې هغه خنثی کړي خو بریالي نشول.

په غبرګون کې اسرائیل دننه په سوریې کې د هغه هیواد د میزایلو پر مرکزونو او پر هغه ځای چې دغه میزایل ترې توغول شوی و، بریدونه کړي دي.

د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې د هغه هیواد د هوایي دفاع سیستم دمشق ته نژدې د اسرائیلي الوتکو له خوا توغول شوي میزایل یې دفع کړي دي او زیاته کړې یې ده چې «څلور سرتیري ټپیان شوي او یو څه مالي تاوان هم اوښتی دی».

د سوریې یو فراري پوځي ویلي دي چې اسرائیلي الوتکو د دمشق په شاوخوا ۴۰کیلومترۍ کې پر هغو ځایونو بریدونه کړي چې د ایران له لورې ملاتړ کیدونکې ملیشه قواوی په کې میشت دي. دا هغه ځای دی چې پخوا هم اسرائیل پرې څو ځلې بریدونه کړي دي.