شاته

بغلان کې د قند پر فابریکې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی ـ چارواکي

د بغلان امنیتي چارواکي وايي، ددې ولایت د قند پر فاریکې د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبول شوی دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت نن دوشنبه اپرېل ۱۹ (وري ۳۰) امریکا غږ ته وویل د وسله والو طالبانو لخوا د تیرې شپې برید د څو ساعتونو لپاره دوام درلود.

ښاغلي بشارت زیاته کړه چې په دغه نښته کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا د تیرې شپې په نښته کې دوه افغان امنیتي منسوبین هم وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې وسله والو طالبانو غوښتل د قند فابریکې اړوند صنعتي شهرک ونیسي، خو په وینا یې پدې کار ونه توانېدل.

د بشارت د معلوماتو په اساس په دغه نښته کې د قند فابریکې کار کوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او مالي زیانونه هم نه دي رامنځته شوي.

د بغلان د قند فابریکه د پلخمري له مرکز څخه په ۲۵ کیلومترۍ کې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې موقعیت لري.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.