شاته

په پاکستان کې اعتراض کوونکو امنیتي منسوبین یرغمل کړي 

پاکستاني مقامات وایي چې د یوې اسلامي سخت دریځې ډلې ملاتړو نن د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۲۹) لږ تر لږه اوه امنیتي منسوبین یرغمل کړي دي.

د تیرې دوشنبې راهیسې شخړې هغه وخت پیل شوې چې امنیتي مقاماتو د پاکستان د تحریک لبیک ډلې مشر ونیو. د دې ډلې مشر سعد رضوي د پاکستان څخه د فرانسې د سفیر شړل غواړي.

اعتراض کوونکو لویې لارې تړلي دي او ددې ډلې په تاوتریخوالي کې د پولیسو شپږ منسوبین مړه شوي دي. دغه شخړې ددې سبب شوې چې د فرانسې سفارت د خپلو هیوادوالو څځه غوښتي چې په موقتي توګه له پاکستان څخه ووځي.

د لاهور ښار د پولیسو ویاند رانا عارف، وویل چې د پاکستان د تحریک لبیک ګوند غړو د پولیسو پنځه منسوبین او دوه نیمه پوځیان یرغمل کړي دي.

د ا پداسې حال کې دي چې د پنجاب ایالت د حکومت یو ویاند ویلي دي چې اعتراض کوونکو د پولیسو ۱۲ منسوبین یرغمل کړي او ددې ګوند جومات ته یې انتقال کړي دي؛ په هغه ځای کې چې د حزب لبیک په سلګونو پلویان راټول شوي.

مقاماتو ویلي چې قهرجنو اعتراض کوونکو د پولیسو پر یوې جوزې باندې په پطرولي بمونو او د تیزابو په بوتلونو برید کړی دی.

د پاکستان حزب لبیک ویلي دي چې په نننیو نښتو کې ددې ګوند یو شمیر غړي وژل شوي دي.

ددې ګوند مشر علامه محمد شفیق امیني په لاهور کې ویلي دي چې د فرانسې د سفیر تر ایستلو پورې به ددغو کسانو مړي خښ نکړي.

وروسته له هغې چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون د بیان د ازادۍ د یوې برخې په توګه د اسلام د پغمبر د کارتونونو له خپریدو ملاتړ وکړ د پاکستان په ګډون په زیاتو اسلامي هیوادونو کې د فرانسې پر ضد مظاهرې وشوې.

یو شمیر دغو هیوادونو پر فرانسوي تولیداتو بندیز ولګاوه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د لویدیځو هیوادونو د حکومتونو نه غوښټي چې د اسلام پیغمبر، حضرت محمد ص په هکله هر ډول د سپکوونکې څرګندونې دې جرم وبولي او هغوي چې دا کار کوي هماغه شان رویه دې ورسره وشي لکه په ډله ایزه توګه د یهودانو د وژلو د پیښې یا هالوکاسټ نه د انکار کوونکو سره چې کیږي.