شاته

غني پاکستان ته: انتخاب ستاسو دی، ‌خوښه مو چې دوستي کوئ که دښمني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که افغانستان نا ارامه وي پاکستان به هم نا ارامه وي او په وینا یې که پاکستان د افغانستان هوساینه غواړي دوی(پاکستان) به هم هوسا شي.

ښاغلي غني نن یکشنبه اپرېل ۱۸(وري ۲۹) په ارګ کې یوې امنیتي غونډې ته د وینا پرمهال ویلي چې د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د پاکستان په لاس کې دی.

ولسمشر غني په یاده غونډه کې له افغانستان څخه د امریکايي سر تیرو د وتلو اعلان ته هم په اشارې ویلي چې افغان حکومت د خپلې خاورې ساتنې ته بشپړ چمتووالی لري.

ښاغلي غني زیاته کړې چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړه ډول عملي شي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي: "موږ د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتوالی لرو او د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي."

دا څرګندونې په داسې وخت کېږي چې ټاکل شوې امریکا او ناټو د راتلونکې مۍ میاشتې په لومړۍ نېټې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پیل او د سپټمبر تر ۱۱ پای ته ورسوي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۵۰۰بهرني عسکر حضور لري چې له افغان ځواکونو سره د روزنې، سلامشورو او تجهیز په برخو کې همکاري کوي او په ځینو عملیاتو کې له افغان ځواکونو څخه هوايي ملاتړ کوي.