شاته

افغانستان کې د ستروس مېوو تولید زیات شوی

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې د دغه هېواد د ستروس مېوو د تولید کچه ۱۳۲۳۴ او ۲۴۳ ټنو ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه اپرېل ۱۸ (وری۲۹) امریکا غږ ته وویل چې ننګرهار ولایت په تېر ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې ۷ زره ټنه مالټې، لیمو او نارنج تولید کړي دي او د افغانستان په کچه د ستروس مېوو تر ټولو لوی تولیدونکی ولایت دی.

د هغه په وینا افغانستان کې ۶۱زره هکتاره ځمکه کې د مالټو او کینو، ۴۱۵زره هکتاره کېد نارنج او ۴۴۹ هکتاره کې یې د لیمو بڼونه دي.

د ستروس میوې
د ستروس میوې

ښاغلي رستمي زیاته کړه: "د کرنې وزارت هر کال د ستروس مېوو بڼونه جوړوي او په روان کال کې هم په پام کې لرو چې د ستروس یو شمېر باغونه پرانیزو."

د ستروس مېوې په مدیترانه يي یا (نمجن، تود او باراني) اقلیم کې وده کوي چې د افغانستان یو شمېر ختیځ او جنوب ختیځ ولایتونه دغه ډول اقلیم لري.

د کرنې وزارت د معلوماتو بر بنسټ کونړ، لغمان او خوست د ستروس مېوو د تولید په برخې کې د ننګرهار وروسته دویم، درېیم او څلورم ځای کې دي.

دغه وزارت وايي چې په وروستیو کلونو کې په یو شمېر نورو ولایتونو لکه کابل، بلخ او سرپل کې هم د ستروس مېوو د ترویج هڅې ډېرې شوي دي.