شاته

افغانستان کې تازه ۱۰۵ تنه کرونا نیولي، ۶ کسان مړه شوي

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۰۵ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۶ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه اپرېل۱۸(وري ۲۹) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۸۷۴ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۱۰۵ یې مثبت و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۷۸۹۸ ته پورته شوو.

همدرانګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۶ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي چې په دې سره هم په دغه هیواد کې د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۵۴۵ تنه ورسېد.

روغتیا وزارت همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه د ۵۲ ناروغانو د بیرته ښه کېدو خبر هم ورکړی چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۲۱۶۸ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې سل میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.