ننګرهار کې وسله والو اته لمونځ کوونکي وژلي
د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار نهمې ناحیې سراچه علي خان سیمه کې وسله والو تېر ماخستن نهه بجې د یوې کورنۍ اته کسان داسې مهال وژلي د ماخستن تراویح یې کولې.
د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل وایي چې وژل شوي کسان د عبد الوهاب په نامه د یوه سړي د کور غړي دي چې په وژل شویو کې یې پنځه زامن او درې ورېرونه دي.
والي امرخېل وایي چې د دوی لومړني معلومات ښيي چې دغه وژنې د ځمکې پر سر د راولاړې شوې لانجې له امله شوي، خو بیا هم دغه قضیه تر څېړنې لاندې ده.
د ننګرهار چارواکو د پېښې په تړوا د کوم کس د نیول کېدو خبر نه دی ورکړی، خو والي ویلي چې سیمې ته پولیس استول شوي.