شاته

ایران: د نطنز په اتومي بټۍ برید کوونکی د هیواده تښتیدلی

ایران د نطنز په اتومي بټۍ کې د مشکوک برید کوونکي هویت په ډاګه کړی او ویلي یې دي چې دغه شخص په بټۍ کې د ورانکارۍ د پېښې نه څو ساعته وړاندې د هیواده بهر تښتیدلی.

د ایران په دولتي تلویزیون کې ویل شوي چې د مشکوک شخص نوم رضا کریمي دی او ۴۷ کاله عمر لري. په تلویزیون کې د مشکوک عکسونه ښودل شوي او په راپور کې ویل شوي چې هغه د ایران د کاشان په ښار کې زیږیدلی و.

د ایران د دولتي تلویزیون په راپور کې ویل شوي چې هیواد ته د کریمي د بیرته ستنولو لپاره لازم اقدامات شوي خو جزیات یې ندي ورکړي. په راپور کې دا ندي ویل شوي چې ښاغلي کریمي په کوم هیواد کې دی.

په راپور کې دا ندي ویل شوي چې کریمي څنګه په ایران کې تر ټولو خوندي اتومي بټۍ ته ورغلی. خو ایران د لومړي ځل لپاره ومنله چې په اتومي بټۍ کې چې چاودنه شوې. په راپور کې ویل شوي، " چاودنه د چاودیدونکو موادو د فعالیت له وجې شوې او دا سایبري برید نه و. "

په اسرائیل کې د هغو مطبوعاتو په راپورونو کې چې د پوځ او استخباراتي ادارو سره نږدې اړیکې لري، ویل شوي چې د نطنز په اتومي بټۍ چې چاودنه سایبري برید و.

د ایران د سرکاري تلویزیون په راپور کې د دې مشکوک شخص د نیولو لپاره د انټرپول "سور خبرداری" Red Notice هم خپور شوی.

دغه خبرداری د انټرپول د معلوماتو د راټولولو په مرکز یا ډیتابیس کې په سمدستي توګه ندی لیدل شوی.

په فرانسې کې د انټرپول مرکزي دفتر هم د ایران د غوښتنې په هکله څه ندي ویلي.

د ایران لخوا انټر پول ته په استول شوي خبرداري کې ویل شوي چې مشکوک برید کوونکي ایتوپیا یا حبشې، کینیا، هالنډ، قطر، رومانیې، ترکیې، یوګاناډا او عربي متحده اماراتو ته سفرونه کړي.