شاته

روسیه او اوکراین د یو بل دپلوماتان شړي


روسیې د اوکراین په یو دپلومات تور لګولی چې د محرمو معلوماتو د تر لاسه کولو هڅه یې کړې او امر یې کړی چې باید د همدې اپریل د میاشتې تر ۲۲ مې د هیواده ووځي.

د روسیې د استخباراتو ادارې (ایف اس بي) ویلي چې د اوکراین دا دپلومات هغه وخت ونیول شو چې د روسیې د یو اوسیدونکي سره په ملاقات کې یې د روسیې د قانون د تطبیق ادارې ډیټابیس ته د معلوماتو د تر لاسه کولو هڅه کړې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین دې دپلومات ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی چېووځي.

اوکراین ویلي چې دپلومات یې د څو ساعتونو لپاره د روسیې د چارواکو په توقیف کې و او وروسته ورته اجازه ورکړل شوه چې د سینټ پیټسبرګ په ښار کې د اوکراین قونسلګرۍ ته ولاړ شي.

اوکراین د خپل دپلومات نیول کیدل "پارونکی" اقدام بللی.

د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي، " مونږ د قونسلګرۍ په خپل افسر ټول لګیدلي تورونه ردوو."

اوکراین د روسیې د دې کار په ځواب کې بالمثله اقدام کړی او یو روسي دپلومات ته یې له اوکراین څخه د وتلو امری کړی.

د روسیې او اوکراین تر منځ دا تازه دپلوماتیک جنجال پداسې وخت کې کیږي چې روسیې د اوکراین سره په پوله د عسکرو شمیر ډیر کړی او د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو او پوځ تر منځ شخړو هم زور اخیستی.