شاته

جمهوري غوښتونکي هڅه کوي چې کانګرس خپل اکثریت وساتي

د امریکایانو د نظرد معلومولو د سروې ګانوله مخې د جمهوري غوښتوونکو د ګوند کاندید دونلډ ترمپ له هلېري کلنټن نه وروسته شوی دی.

په همدې حال کې د جمهوري غوښتونکو ګوند لوړ پوړي مشران کوښښ کوي چې په کانګرس کې دومره اکثریت وساتي چې له انتخاباتو وروسته د میرمن کلنټن د مهمو پلانونو او پروګرامونو د عملي کېدو مخه پرې ونېسي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشران کوښښ کوي چې د استازو په جرګه کې خپل اکثریت له لاسه ورنه کړي او د جمهور رئېسې په توګه د میرمن کلنټن د یو طرفه اقداماتو لاره بنده کړي.

د کانګرس او مشرانو جرګې د انتخاباتو په لړ کې د جمهوري غوښتونکو مشران زیار باسي چې رای ورکوونکي قانع کړي چې د ولسمشرې په توګه د کلنټن د برنامو د مخنېوي لپاره دې د دغه ګوند کاندیدانو ته رایه ورکړی.

د ګوند د مشرانو د دې پېغام نه په ښکاره څرګندیږي چې هغوی دا مني چې هلېري کلنټن له ترمپ نه انتخابات ګټي، او اوس یې ټوله هڅه دا ده چې د استازو او په خونې او مشرانو جرګې د خپل ګوند اکثریت وساتي.

د جمهوري غوښتونکو د یو کاندید نولن په ملاتړ تلويزوني اعلان کې له رایه ورکونکو غوښتل کیږي چې د ډ یموکراټ ګوند ته رایه ورنکړي "ځکه که نولن بریالی شي، هلېري کلنټن ته به سپېن چیک ورکړي چې خپله برنامه عملي کړي. هېواد به په سګونو زره میلیارده ډالر قرضداره شي".

د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندیدان د تلویزوني اعلانونو له لارې کوښښ کوي چې ډېموکراتان مات کړي خو په خپل زړه کې مني چې سپېنې مانۍ ته د دونلډ ترمپ رسېدل ګران دي.

د واشنګټن د بروکېنګنز د موسسې یو کارپوه جان هوډک وايي "ددې انتخاباتي اعلان معنی داده چې د جمهوري ګوند مشران نتېجې ته رسېدلي دي چې د ترمپ د ګټلو ارمان نه پوره کیږي."

په خپله ولسمشر اوباما هم د هیلري لپاره کمپاین کوي، هغه په یوې غونډې کې وویل "دا استدلال سم نه دی چې د هلېري کلنټن د اقداماتو د مخنیوي لپاره دې باید هرو مرو جمهوري غوښتونکو ګوند ته رایه ورکړل شي. زه وایم چې جمهوري غوښتونکو ته رایه ورکول د مهمو پریکړو له ځنډولو او بندولو پرته بله مانا نلري. "

د دې لپاره چې ډېموکراټان د استازو په مجلس کې اکثریت ولري مجبوره ديچې په انتخاباتو کې ٣٠ څوکۍ وګټي او د مشرانو د جرګې د کنټرول لپاره صرف څلورو څوکېو ته اړتیا لري.