شاته

رپورټ: د خېبر پښتونخوا حکومت د بجلۍ پېدا کولو په وړو منصوبو کار نه دی شروع کړی

په کال 2018 کې د خېبرپښتونخوا حکومت د اوبو دلارې د بجلۍ پېدا کولو 672 منصوبو دپاره اېشیايي ترقیاتي بېنک سره د 237 مېلین ډالرو معاهده لاس لیک کړه خو د پاکستان د انګزيرۍ ژبې ورځپاڼې "دي نيوز" د زيارت، پنجشنبې، په ورځ په يو خبر کې ليکلي چې د دريو کالو تېريدو باوجود هم په دغو منصوبو کار نه دی پېل شوی۔

وي ا و ای ډیوه په دې اړه د خېبرپښتونخوا حکومت دریځ په ترلاسه کولو کې بریالۍ نشوه.

څيړونکي وايي که چېرې په صوبه کې د توانايي دغه منصوبې په وخت سر ته رسېدلي وی نو په صوبه کې به د لوډشېډنګ مسله تر ډيره حده کمه شوی وه۔

دي نيوز ورځپاڼې ليکلي هغه دستاويزات ورسره موجود دي چې پکې د خېبر پښتونخوا د حکومت د توانايی ادارې پېډو په کال 2018 کې د ايشايي ترقياتي بېنک سره د 237 مېلین ډالرو معاهده لاس ليک کړې. په دغو کې 672 د بجلۍ پيدا کولو منصوبې، اته زره سکولونو او 178د صحت مرکزونو ته شمسي توانايي ورکولو منصوبې شاملې وي۔

اخبار ليکلي د ايشايي ترقياتي بېنک لخوا د کال 2018 د مارچ په مياشت کې د قرض پيځلس فيصده برخه ورکړل شوې ده د خېبر پښتونخوا د توانایي د پرمختيا ادارې يا پيډو تر اوسه په يو منصوبه هم کار نه دې پېل کړې۔

وي او ای ډیوه په دې لړ کې د صوبایي حکومت ترجمان کامران بنګش، د وزير اعلا د توانایي صلاح کار حمايت الله او د پيډو مشر سره د ټېلفون او وټس اېب د لارې د رابطې کوښښونه وکړل خو د حکومت دریځ په ترلاسه کولو کې بريالي نه شوو.

دې نیوز د خبر ليکونکي خبریال ارشد عزيز ملک وي او ای ډيوه ته وويل ايشايي ترقياتي بېنک دا معاهده د پينځو کالو د پاره کړې په کوم کې چې درې کاله تېر شو او فقط دوه کاله پکې پاتې دي خو له هم پرې عملي کار نه دی پېل شوي او که دا په وخت سر ته ونه رسيږي نو بېنک په صوبایي حکومت د جرمانې دعوه هم کولی شي۔

پيډو په خېبر پښتونخوا کې د اوبو نه پيدا کيدونکي بجلۍ منصوبې جوړوي، د دوي د وېب پاڼې ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د ديرشتو زره ميګاواټه بجلۍ پېدا کولو ګنجایش موجود دی خو څيړونکې وايي په دغې کې د تربېله او ورسک ډيم نه علاوه ډيره کمه برخه د وړو منصوبو د لارې پيدا کيږي۔

د توانايي د امورو ماهر سيد محمود حسېن ګرديزي ډيوه ته وويل د اوبو نه بجلۍ جوړونکو د وړو منصوبو د ځنډ لوي علت په حکومتي پالسيو کې د تسلسل نشوالې دې.

نوموړي وويل بايد د ايشيائي ترقياتي بېنک داسې منصوبې شخصي کمپنيو د لاري وکړې او صوبائي حکومت ته هم پکار دي چې شخصي کمپنيو سره په مشوره په دې منصوبو کار شروع کړي او سر ته ورسئ۔

بلخوا د سوات د ځینو سیمو خلکو ډيوه ته وويل چې په مقامي کچه د اوبو نه پيدا کيدونکي کومې منصوبې چې د دوی په سیمو کې سر ته رسيدلي دوی ترې په کم نرخ او په اسانه بجلي ترلاسه کوي او د قامي ګرېډ سټېشن نه راتلونکي بجلۍ په څېر پکې لوډشېډنګ هم نه وي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی