شاته

د کندهار په هوايي ډګر د طالبانو د هاوان برید ته د پنټاګون غبرګون

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت تېره ورځ د کندهار په هوايي ډګر د طالبانو د هاوان برید غندلی او دا اقدام یې د سولې د بهیر د هڅو ګډوډول بللی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د چهار شنبې په ورځ د اپریل په اوومه (وري ۱۸) ناوخته خبریالانو ته وویل چې د هاون په دغه برید کې د سر او مال زیان نه دی اوښتی.

خو ښاغلي کربي وویل چې د طالبانو دا تصمیم په افغانستان کې د لازیات تاوتریخوالي د تحریکولو لپاره، د سولې اوسنی فرصت چې د مذاکراتو له لارې دوام لري ګډوډوي.

هغه زیاته کړه: "موږ تل له خپلو سرتیرو څخه د شخصي دفاع حق لرو، خو په اوس وخت کې دلته زموږ تمرکز له دیپلوماتیکو هڅو د ملاتړ لپاره دی ترڅو وشو کولی چې د مذاکراتو له لارې یوې تلپاتې سولې او سیاسي توافق ته په رسېدو دا جګړه پای ته ورسوو".

د پنټاګون د معلوماتو په اساس دا مهال د کندهار په هوايي ډګر کې د امریکا او د قاطع ملاتړ ماموریت ۷۰۰ عسکر دیره دي.

د کندهار هوايي ډګر له بګرام وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی مرکز دی او په دغه هوايي ډګر کې د اتل ۲۰۵ قول اردو، د سرحدي ځواکونو قوماندانۍ او څو نورې پوځي څانګې موقعیت لري.

په دغه هوايي ډګر باندې پرونی برید د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې له توافق وروسته په افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو باندې د طالبانو لومړنی برید دی.

تیره ورځ د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر کې د دغه برید مسولیت ومنه او په کې یې د سر او مال د دروند زیان اړولو ادعا وکړه.

د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې د تړون په اساس چې د ۲۰۲۰ د فبروري په ۲۹مه د دواړو خواو ترمنځ لاسلیک شو، طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو باندې به بریدونه نه کوي.

د کندهار امنیتي مقاماتو ویلي چې تیره ورځ د ارغستان له ولسوالۍ څخه د هاوان شپږ مرمۍ د دغه ولایت د احمدشاه بابا په هوايي ډګر باندې توغول شوي دي.

د کندهار د امنیت امر سمونیار غورځنګ افریدي د پنجشنبې په ورځ د اپریل اتمه (وري ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونو تیره شپه په هغه سیمه کې د پلټنې عملیات پیل کړي چې ترې د هاوان مرمۍ ویشتل شوي دي.

ښاغلي افریدي دغه راز وویل د هاوان څو نورې مرمۍ د کندهار ښار په مختلفو برخو کې هم لګېدلي چې په ترڅ کې یې دوه ملکیان ټپیان شوي دي.