شاته

د استرازینیکا واکسین او د وینې د لخته کیدو ترمنځ د اړیکې تائید

وروسته له هغې چې د اروپا د درملو ادارې د استرازینیکا واکسین او د وینې ټینګیدو یا لخته کیدو ترمنځ ډیره کمه خو وژونکې اړیکه تائید کړه څو هیوادونو ددې واکسین نه د استفادې لپاره نوې کړنلارې صادرې کړې.

خو بیا هم د اروپا د درملو ادارې د چهارشنبې په ورځ اپریل ۷ (وري ۱۸) وویل چې د وینې ټوټه کیدل باید د استرازینیکا واکسین د یوې ډیرې نادرې جانبي عارضې په توګه ذکر شي، خو ټینګار یې وکړ چې ددې واکسین ګټې د خطر په پرتله خورا زیاتې دي.

بریتانیا چیرته چې د استرازینیکا شرکت خپل د کووید۱۹ واکسین د اکسفورډ پوهنتون سره په همکارۍ جوړ کړی دی وایي د ۳۰کالو لاندې عمر لرونکو لپاره به د استرازینیکا واکسین بدیل وړاندې کړي.

د اکسفورد پوهنتون څیړونکو پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو باندې د استرازینیکا واکسین کلینیکي ازموینې هم درولي دي.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې اسپانیا او فلیپین د ۶۰کالو پورته عمر لرونکو لپاره د استرازینیکا واکسین تطبیق کول محدود کړي او واشنګټن پست رپوټ ورکړی چې ایټالیا هم ورته کړنلاره اعلان کړې ده.

په اروپا کې په هغو کسانو کې د وینې لخته کیدل چې دغه واکسین یې اخیستی دی، تر اوسه ۱۴تنه مړه کړي دي. ډیرو هیوادونو ددغو رپوټونو وروسته د استرازینیکا واکسین تطبیق کول درولي دي.

استرازینیکا په بریتانیا او نورو اروپایي هیوادونو کې عمده واکسین دی او د هغې نه د ګټې اخیستنې کمیدو پدې وچه کې د واکسین د تطبیق کولو سرعت ډیر راکم کړی دی.

سربیره پر دې د استرازینیکا واکسین د افغانستان په ګډون فقیرو هیوادونو ته د واکسین د برابرولو لپاره د نړیوالې هڅو جز دی.

د استرازینیکا نه استفاده کول د فایزر او مودرنا واکسینونو په پرتله ارزانه او اسانه ده.