شاته

اې اېن پي د حکومت مخالفه ګوندونو د غورځنګ نه لارې جدا کړي

د پاکستان تحريک انصاف د حکومت پرضد جوړ د مخالفه ګوندونو غورځنګ (پي ډي اېم) د عوامي نيشنل ګوند (اې اېن پي) او پاکستان پيپلز ګوند نه سپيناوی غوښتی چې ولې يې د (باپ) ګوند نه ووټ غوښتی، اې اېن پي په سپيناوي غوښتو د پي ډي اېم نه لاره جدا کړې ده.

راپورونه وايي پاکستان پيپلز ګوند ويلي د پي ډي اېم د سپيناوي په غوښتو به د ګوند د مرکزي مجلس عامه غونډه کوي.

دوه ورځې وړاندې د پي ډي اېم عمومي سېکتر د مسلم ليګ ن شاهد خاقان عباسي د اې اېن پي او پيپلز ګوند نه د سپيناوي غوښتو ويلي وو.

ويل شوي د دغو دواړو ګوندونو نه سپيناوی غوښتی شوی وو چې په برني اېوان سېنېټ کې يې د اپوزيشن مشر جوړولو دپاره د بلوچستان عوامي ګوند نه ووټ ولې غوښتی وو.

بلوچستان عوامي ګوند (باپ) ګوند په بلوچستان صوبه کې د تحريک انصاف په اتحاد حکومت لري.

د اې اېن پي مرکزي سينير نايب صدر امير حېدر خان هوتي ويلي د پي ډي اېم په سپيناوي غوښتو يې د ګوند سياسي قد او شهرت ته د زيان رسولو هڅه شوې ده.

نوموړي ويلي سپيناوي په ګوندونو کې دننه غوښتل کيږي او پي ډي اېم د سياسي ګوندونو اتحاد دی، او د اې اېن پي نه سپيناوی يواځې د ګوند مشر اسفنديار ولي خان غوښتی شي.

هغه ويلي دوه ګوندونه پي ډي اېم د خپلو ګټو دپاره کاروي، ځکه اې اېن پي نوره د پي ډي اېم برخه نه شي پاتې کېدی.

خو امير حېدر خان هوتي ویلي، د پاکستان تحریک انصاف د سلېکټډ يا خوښ کړی شوي حکومت پرضد به مبارزه جاري ساتي.

راپورونه وايي پاکستان پيپلز ګوند ويلي د د پي ډي اېم په سپيناوي غوښتو به مشوره کوي.

په څلورم اپرېل د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ويلي د سېنېټ د انتخاباتو وروسته حالات جوړ وو چې د حکومت پرضد لانګ مارچ شوی وی اول به د پنجاب حکومت غورځول شوی او اسلام اباد ته په رسېدو به عمران خان په خپله حکومت پرېښودی وو.

هغه د حېرانتيا څرګندونه کړې چې هر څه تيار وو خو مخالفه ګوندونو په خپل منځ کې مخالفت شورو کړو او عمران خان يې هېر کړو.

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د تېر کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټي او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل وو.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او وړاندې يې هم ویلي، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي وو د ايين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

د تحريک انصاف د حکومت په خبره مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره پي ډي اېم جوړ کړی او په حکومت فشار اچوي.

د پي ډي اېم په جلسو او غونډو کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد نومونه اخستل شوي، او پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي وو جنرل باجوه او جنرل فېض حميد هغه د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی وو.

پي ډي اېم د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد به په 26م مارچ اسلام اباد ته د لاريون (لانګ مارچ) اعلان کړی خو دغه لاريون بيا ځنډول شوی وو.