شاته

داعش په شام کې 19 کسان تښتولي

د ترهګرې ډلې داعش سره تړاو لرونکو تندلارو د شام د منځنۍ علاقې نه لږ تر لږه 19 کسان تښتولي چې زياتره يې ملکي وګړي دي، دغه خبره د شام سرکاري مطبوعاتو او د څار ادارې کړې ده.

په برتانيه کې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، د نهې/ سه شنبې په ورځ د شام د منځنۍ صوبې حما د الصنعا نه د داعش وسله والو دغه کسان تښتولي دي.

د څار ادارې ویلي په تښتول شوو کې 11 ملکي وګړي او د اته تنو په اړه ويل شوي د شام د حکومت سرتيري دي.

د شام سرکاري خبري ادارې ويلي د کسانو تښتولو په بريد کې يو ملکي وګړی وژل شوی او څو نور ژوبل شوي هم دي.

په شام کې چې د کال 2019 د مارچ په میاشت کې داعش ته په ځمکه ماتې ورکړی شوې داعش د دغې باوجود په ټول شام کې وژونکي بريدونه کوي.

په دې وروستيو اوونيو کې تندلارې ډلې په ختيځ شام کې د امریکا ملاتړې د شام په ډېموکرېټک ځواک هم په هدف کړی وو.

په شام کې د څار ادارې مشر رامي عبدالرحمان ویلي باوجود د دې چې د شام د حکومت غټ اتحادي روس نزدې هره ورځ په منځني شام کې په داعش بمباري کوي داعش او هم د بشار الاسد د ځواکونو دپاره خطره ده.