شاته

افغانستان کې نښتې؛ حکومت او طالبانو یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې د دغې ډلې ۶۸ جنګیالي وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې دغه شمېر طالبانو ته په هرات، فراه، فاریاب، بدخشان، کندز او کندهار ولایتونو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په بیان کې راغلي چې افغان ځواکونو د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړي او ۲۱۱ ماینونه چې طالبانو د په بیلابیلو سیمو کې ځای پر ځای کړي وو کشف او شنډ کړي دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس ۱۷ تنه وسله‌وال طالبان یوازې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي او ۱۵ ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په تخار ولایت کې یې افغان ځواکونو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.

طالبانو ویلي چې د تخار د اشکمش ولسوالۍ په خواجه بند کشاه په سیمه کې یې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په کې ۱۲ تنه امنیتي سرتیري او د هغوي قوماندان عبدالرب وژل شوی دی.

د تخار د پولیسو ویاند عبدالخلیل اسیر وايي چې تېره شپه یوه بجه وسله والو طالبانو د تخار د اشکمش ولسوالۍ د خواجه بند کشاه پر امنیتي پوستو په برید کې د تقویتي قواو یو تن قوماندان عبدالرب له څو نورو سرتیرو سره وژلی دی او ۴ تنه سرتیري ټپیان شوي دي.

اسیر وايي چې د طالبانو بریدونه په شا تنبول شوي خو په دغه جګړه کې د وسله والو طالبانو ۸ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي.