شاته

کابل او ننګرهار کې بریدونه؛ درې کسان وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل او ننګرهار کې د وسله‌وال برید او ماین چاودنې په دوو جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال سید حامد روشن وویل چې نن سهار د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د اداري خدماتو رئیس په یو وسله‌وال برید کې وژل شوی دی.

ښاغلي روشن دغه راز وویل د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد کې د ماین چاودنې له امله دوه ملکيان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي، چې د څلورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر هم ویلي چې نن سهار په یوګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماين چاودنې له امله دوه ملکيان وژل شوي او د دریو پوليسو په ګډون ۱۸ تنه ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر امریکا غږ ته وویل چېپه ټپیانو کې درې یې پولیس او پنځلس عام وګړي دي چې ټول ځوانان او د پاخه عمر کسان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال دغه بریدونه د طالبانو کار وباله او وې ویل: "موږ پوره شواهد او اسناد لرو چې دغه ډول بشري جنایت د طالبانو له خوا ترسره کېږي ترڅو وکولی شي له دې لورې په خلکو او دولت فشار راوړي او د سولې په پروسه کې یو ډول امتیاز ترلاسه کړي".

ښاغلي روشن زیاته کړه چې طالبان له دغو بریدونو څخه هيڅ ډول امتیاز نشي ترلاسه کولی بلکې د خلکو په زړونو کې به ورته کرکه زیاته شي.

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې په هدفي بریدونو او ماین چاودنو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.