شاته

بایډن ته د متقاعدو پوځیانو لیک؛ له افغانستان څخه عسکر وباسئ

د امریکا د متقاعدو ځواکونو په کورنیو پورې مربوط د څو سازمانونو ایتلاف ولسمشر جوبایډن ته په یو استول شوي‌ لیک کې غوښتي چې د ژمنې سره سم د مۍ په لومړۍ نیټې له افغانستان څخه امریکايي عسکر وباسي.

په دغه ایتلاف کې د متقاعدو نظامیانو سربېره د پوځیانو د حقونو او د جګړې د ختمېدو یو شمېر مدافعان او فعالان هم شامل دي.

په لیک کې راغلي ‌دي: «له بده مرغه موږ دومره ډېر په افغانستان کې پاتې شو چې دغه هېواد ته د لومړیو استول شویو عسکرو اولادونه اوس دومره لوی شوي چې په دغې جګړې کې برخه واخلي.»

په لیک کې ولسمشر بایډن ته په خطاب کې ویل شوي: «د دغه ایتلاف غړي‌ په خپل خدمت ویاړ کوي، ‌ خو اوس یې وخت دی چې باید خپلو کورونو ته ستانه شي.‌ موږ له تاسو څخه په ټېنګار سره غواړو هر څومره ژر چې کیږي، دا کار وکړئ.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرکال د شوي‌ تړون په اساس امریکايي ځواکونه باید د ۲۰۲۱ د مۍ په میاشت کې له افغانستان څخه ووځي.

ولسمشر بایډن واک ته له رسېدو وروسته وویل چې دا تړون به ارزوي او بیا به پرېکړه کوي.‌

تېره ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندی وویل چې د لوژیستکي‌ ستونزو له کبله ستونزمنه ده د مۍ په میاشت کې له افغانستان څخه امریکایي عسکر ووځي.

سره له دې چې په امریکا کې یو شمېر سیاستوال له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتل غواړي، خو په بېړه د عسکرو د وتلو په اړه اندېښنې هم شته.

له طالبانو سره د امریکا له تړون وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی ورک نشو او د افغان چارواکو په وینا د طالبانو بریدونه نور هم زیات شوي‌ دي، همدغو مسایلو ته په کتو ډېر په دې فکر دي‌ که امریکایي‌عسکر په بېړه له افغانستان څخه ووځي،‌ طالبان به بیا قوي‌ شي.‌

طالبانو ویلي که د مۍ په میاشت کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي، دوی به خپله جګړه روانه ساتي.

په همدې حال کې یو افغان چارواکي ویلي‌ دي‌ که د افغانستان له زندانونو څخه نور طالب بندیان هم خوشي شي،‌ شاید طالبان امریکا سره ومني‌ چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو موده وغځوي. خو په قطر کې د طالبانو ویاند دا خبره رد کړه.