شاته

غني د خپل تره په ټاکلو کې پاتې راغلی

د جمهور رئیس تره عبدالقيوم کوچی وايي، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د چارو په ترسره کولو او دغه راز په پرېکړو کې پوره واک نه لري او نشي کولای، ټول کارونه په خپلواکه توګه پرمخ بوزي.

عبدالقيوم کوچي، چې د يوه پلاوي مشري يې کوله، دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په خوست کې يوې ولسي غونډې ته وکړې چې له دولت څخه د ملاتړ او د خلکو د غوښتنو د اورېدو په موخه شوې وه.

عبدالقیوم کوچي چې د جمهور رئیس له لورې په روسیه کې د سفیر په توگه مقرر شوی او تر اوسه نه دی توانیدلای چې په رسمي توگه دغه دنده ترلاسه کړي, د ملي يووالي حکومت ته په اشارې سره وويل، چې "جمهور رئيس غني په دولتي چارو کې د پرېکړو پوره واک نلري او حتی د مامورينو د استخدام پروسه يې هم له مداخلې خالي نه ده".

ښاغلي کوچي زياته کړه، چې د ځينو بهرنيو استختباراتي سازمانونو په ملاتړ په افغان حکومت کې دننه يو شمېر کړۍ هڅه کوي، چې د خپلو اهدافو په خاطر اوسنی نظام له پښو وغورزوي.

هغه ادعا وکړه چې "جمهور رئیس غني د هېواد د پرمختګ لپاره له ځان سره اوږمهاله پلانونونه لري، مګر ويې ويل، چې په تطبيق کې يې ورسره څوک پوره همکاري نه کوي".

هغه وويل: ”ولسمشر د يوې پيسې پوښتنه هم کوي، مګر په خواشينۍ سره څنګه چې لازمه ده، هماغسې ټيم ورسره نشته، خو د خوشحالۍ خبره داده، چې ولسونه اوس پوه شوي دي. په دغه نظام کې داسې هم کسان شته، چې نظام تخريبوي‟.

د جمهور رئيس تره او د هغه ځانګړي استازي عبدالقيوم کوچي له خلکو وغوښتل، چې له افغان دولت څخه پوره ملاتړ وکړي، چې په هېواد کې د پايدارې سولې او ثبات په رامنځته کولو بريالی شي.

هغه په تُنده لهجه په افغانستان کې پر ځينو رسنيو هم سخته نيوکه وکړه او د دښمنو رسنيو خطاب يې ورته وکړ، چې ګني له بهره تمويلېږي او افغان حکومت تخريبوي.

هغه وويل ” دې رسنيو ته هيڅ غوږ مه نيسئ، دا دښمنې رسنۍ دي، دا د ملت په خير نه دي، د نظام پايښت نه غواړي، دلته ابادي نه غواړي، د هرې رسنۍ شاته پردي ولاړ دي او پيسې ورکوي‟.

د قيوم کوچي ترڅرګندونو څو ورځې مخکې د ولسمشر لومړي مرستال جنرال عبدالرشيد دوستم بيا د خپلو پلويانو په يوه غونډه کې پر ولسمشر دا انتقاد کړی و، چې د هغه ټول صلاحيتونه او واکونه يې قبضه کړي دي.

په همدې حال کې د خوست د ولايتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال د قيوم کوچي په مشرۍ له راغلي پلاوي نه په ټينګار سره وغوښتل، چې د دې ولايت د خلکو غوښتنې تر ولسمشره ورسوي او د عملي کولو لپاره يې جدي ګام واخلي.

غونډې ته ځينو نورو کسانو په خبرو کې پر حکومت غږ وکړ، چې د امنيت د ټينګښت لپاره په سرحدي سيمو کې امنيتي ځواکونه ښه تجهيز او په خپل وخت اکمال کړي.