شاته

په افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونو کې زیاتوالی راغلی

د متحده ایالاتو د پوځي چارواکو له خوا د وړاندې شویو شمیرو له مخې سږکال په افغانستان کې د امریکا د هوایي ځواکونو د عملیاتو شمیر د تیر کال په پرتله ډیر شوی.

د امریکا پوځي چارواکي وایي امریکایي ځواکونو سږکال په افغانستان کې ٧٠٠ هوایي بریدونه کړي چې تیر کال دغه شمیره ٥٠٠ ته رسیدله.

د امریکا د پوځ ویاند ډگر جنرال چارلس کیلولند وایي له دغو شاوخوا ٧٠٠ هوایي بریدونو څخه چې د جنوري میاشتې له اول نه د اوکتوبر د میاشتې تر شلمې پورې په افغانستان کې ترسره شوي شاوخوا ٢۴٠ یې د هغو مقرراتو په اساس شوي چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس بارک اوباما له خوا د جون په میاشت کې تصویب شوي و.

د کلیفولند په وینا له دې بریدونو څخه ٥٠ یې د القاعده شبکې په وړاندې او ١٩٠ یې د داعش په وړاندې ترسره شوي دي.

سږکال دوبي کې له ٢٠٠٦میلادي کال نه راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د امریکا B52 ډوله الوتکو له قطر نه دوه ځلې په ننگرهار کې پر داعش باندې هغه مهال بمبارد وکړ چې افغان ځواکونو له مځکې نه پر داعش د برید تیاری نیوو.

اوس مهال په افغانستان د امریکا ٩٠٠٠ سرتیري د ناتو د قاطع ماموریت په چوکاټ کې دیره دي

اوس مهال په افغانستان د امریکا ٩٠٠٠ سرتیري د ناتو د قاطع ماموریت په چوکاټ کې دیره دي

اوس د امریکا هوایي ځواکونه وایي دوي به په افغانستان کې د هدف د ویشتلو لپاره کیدای شي تر ٧٥٠ هم زیات پروازونه ترسره کړي.

د افغانستان د جگړې پای ته رسول د متحده ایالاتو د جمهور رئیس بارک اوباما د ځانگړو ژمنو څخه و چې په ٢٠١۴ میلادي کې یې په افغانستان کې د امریکا محاربوي عملیات پای ته ورسول.

خو په افغانستان کې وروستي تاوتریخوالي، جمهور رئیس اوباما دې ته اړ کړ چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدونکو عسکرو شمیر باندې له سره غور وکړي.

په افغانستان کې د امریکا جگپوړي قوماندانان وشو کړای ولسمشر اوباما ته قناعت ورکړي چې په افغانستان کې د هوایي بریدونو وضع شوي محدودیتونه لرې کړي.

په داسې حال کې چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جگړې د پای نښې نښانې نه ترسترگو کیږي، په افغانستان کې د امریکا د هوایي بریدونو په اړه پریکړه او په دغه هیواد کې د امریکا د ٩٠٠٠ سرتیرو برخه لیک د امریکا د نوي جمهور رئیس پورې به تړلې وي.