شاته

د پاکستان پولیسو شربت ګل ونیوله

پاکستاني چارواکي وايي چې پولیسو شربت ګل نیولې ده. شربت ګل هغه افغان میرمن وه، چې د خپلو غیر عادي شنو سترګو له کبله په نړۍ کې مشهوره شوه.

د پاکستان د فدرال د تحقیقاتي څانګي یو پلټونکي شاهد الیاس اسوشیټډ اژانس ته وویل چې شربت ګل په پاکستان کې د اوسېدو لپاره جعلي اسناد جوړ کړي وو.

ښاغلي الیاس وویل چې پولیسو د چهارشنبې په شپه په پېښور کې د شربت ګل پر کور چاپه اچولې او هغه یې نیولې ده.

شربت ګل له هغه ورسته نړیوال شهرت پیدا کړ، چې په ۱۹۸۴ کال کې یو خبریال سټیف مکاري په پېښور کې د کډوالو په کمپ کې د هغه تصویر واخیست او بیا د نیشنل جغرافیې مجلې په خپل لومړي مخ باندې د هغه دا تصویر خپور کړ.

د شربت ګل سترګې بېخې شنې دي چې د نورو انسانانو له عادي شنو سترګو سره توپیر کوي. خبریال مکاري په ۲۰۰۲ کال کې په دویم ځل بیا په افغانستان کې له شربت ګل سره ولیدل.

خو ویل کیږي چې هغه بیا تېرکال پاکستان ته تللې او د چارواکو په خبره د اوسېدو لپاره یې جعلې اسناد جوړ کړي دي. تراوسه په پېښور کې د افغانستان قونسګلرې په دې اړه څه نه دي ویلي.