شاته

کروناویروس؛ حکومت هر امریکایي ته ۱۴۰۰ ډالر ورکوي

ټاکل شوې د امریکا حکومت په همدې روانې اوونۍ کې خپلو اتباعو ته چې په شرایطو برابر وي، ۱۴ سوه ډالر نغدې مرستې ورکړې.

د مرستو دا لایحه چې ټول ټال ۱.۹ ټریلیون ډالره ده، د سنا مجلس تیره اوونۍ منظوره کړه او سبا سه شنبه، مارچ ۹ (کب۱۹) به یې د استازو مجلس هم منظوره کړي.

سپینه ماڼۍ اټکل کوي چې ښایي دا مرستې به ۱۶۰ میلیون کورنیو ته ورکړل شي.

د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي چې د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت لومړیتوب دا دی چې دا مرستې هر څومره ژر چې کیږي، امریکایانو ته ورکړل شي.

د دې وزارت یوې ویاندې ویلي، " همدا چي د امریکایانو د ژغورنې پلان منظور شي، د خزانې وزارت چمتو دی چې خلکو ته پیسې په بانکي حسابونو کې واچوي او یا ورته چکونه ولیږي."

خو د خزانې وزارت د داخلي عوایدو د خدماتو څانګه ښایي د دې ۱.۹ ټریلیون مرستو په ویشلو کې ډیرې ستونزې وګالي ځکه دا پیسې هغو کسانو ته هم ورکول کیږي چې بندیان دي. د دې تر څنګ دا مرستې هغوي ته هم ورکول کیږي چې میړونه یا میرمنې یې د امریکا تابعیت ونلري. او بله ډله هغه کسان دي چې خپل خپلوان یې تیر کال مړه شوي.

په شرایطو برابرو امریکایانو ته د ۱۴ سوه ډالرو مرستو تر څنګ هرې کورنۍ ته د هر ماشوم پر سر ۳۰۰۰ ډالر مالیه کمیږي. دا پیسې به کورنیو ته میاشت په میاشت ورکول کیږي او د همدې کال د جولاۍ په میاشت کې پیلیږي.

د امریکا د عوایدو د خدماتو اداره چې دنده یې د مالیې ټولول دي، تقریباً ۷۰ زره کار کوونکي لري چې هر کال د شاوخوا ۱۹۰ میلیون افرادو او ادارو نه مالیه راټولوي. خو پدې تیرو څو کالونو کې پدې ادارې کې له یوې خوا زړه ټکنالوژي او له بلې ځوا د بودیجې کمیدل، کارونه سست کړیدي.

دا دریم ځل دی چې د امریکا حکومت خلکو او کاروبارونو ته مرستې ورکوي. مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د اپریل په میاشت کې د امریکا تقریباً ټولو هغو وګړو ته چې په شرایطو برابر و، ۱۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل او د هماغه کال د ډسمبر په میاشت کې بیا ۶۰۰ نور ډالر هم وویشل.