شاته

د سویس ټولپوښتنې کې په حجاب د بندیز طرحه ومنل شوه

په سویس کې د مخ پټولو یا حجاب د اغوستلو او نه اغوستلو په اړه له ډېر وخت څخه راهېسې بحثونه روان وو.

څو میاشتې مخکې حکومت پرېکړه وکړه چې په دې اړه به یوه ټولپوښتنه کوي‌ او عام خلک به یې په اړه رایه اچوي.

ابتدايي‌ ارقامي ښيي‌ چې پرون د مارچ اوه (کب ۱۷) په عمومي ټولپوښتنې کې اکثریت خلکو د ټول مخ د پټولو او یا حجاب د اغوستلو پر ضد رایه ورکړه.‌

اوس به د سویس په اساسي قانون کې تغیرات راځي.

که څه هم په ټولپوښتنې کې مشخصآ د اسلام نوم اخیستل شوی نه دی، خو سیمه ییز سیاستوال، رسنۍ او کمپاین کوونکي یې دا په حجاب د بندیز ټولپوښتنه بولي.

دا د سویس د ښي‌اړخ سیاسي ګوند طرحه وه چې له ډېره وخته یې ورته کمپاین کاوه. دغې ډلې په ۲۰۰۹ د نویو اقلیتونو د بندیز په اړه هم کمپاین کړی و.

د سویس په پارلمان کې د خلکو د ګوند غړی او د ټولپوښتنې د کمېټې مشر والټر ووبمن وویل: "په سویس کې دا زموږ دود دی چې ستاسو مخ به لوڅ‌ او ښکاره وي.‌ دا زموږ د اساسي ‌ازادۍ یوه نښه ده."

هغه د مخ په پټولو انتقاد وکړ او وویل چې دا «د سیاسي‌ او افراطي اسلام سمبول دی چې په اروپا کې مشهور شوی او لا زیاتیږي، خو په سویس کې ځای نلري».

د مسلمانانو ډلو په ټولپوښتنه کې دا رایه اچوونه رد کړې ده او ویلي یې دي‌ چې پر ضد به یې اقدام کوي.

سویس کې د مسلمانانو مرکزي شورا وايي: « نننۍ پرېکړې زاړه زخمونه تازه کړل،‌ د حقوقي‌ نابرابرۍ اساس یې پراخ کړ او د مسلمان اقلیت د بیلولو لپاره یې یو روښانه پیغام ورکړ.»

دغې شورا ویلي دي‌ چې د برقې د بندیز په ضد به د قانون د عملي کېدو په مخکې حقوقي‌ خنډونه جوړوي او همدغه راز به د پیسو ټولولو یو کمپاین پیلوي‌ چې هغو ښځو سره مرسته وکړي ‌چې د مخ پټولو له کبله جریمه کیږي.

په سویس کې اسلامي‌سازمانونو ویلي‌ دي: « په اساسي‌ قانون کې د لباسونو د کوډ ځای کول د ښځو لپاره د ازادۍ مبارزه نه ده،‌ بلکې دا ماضي ته ګرځېدل دي» دوی وايي‌ چې په دغه بحث کې په سویس کې د سولې، زغم او بې پریتوب ارزښتونه زیانمن شوي ‌دي.

رویټرز خبري اژانس وايي‌چې تر سویس مخکې په ۲۰۱۱ کې په فرانسې کې هم په عامه ځایونو کې د مخ په پټولو بندیز ولګول شو.

همدغه راز په ډنمارک، اتریش، هالنډ او بلغاریا کې هم د مخ په پټولو پوره او یا نیمایي بندیز لګول شوی دی.

په سویس کې په ځينو سیمو کې وار د مخه د ټول مخ پټول بند دي. د لوسیرن پوهنتون د احصایې په اساس په سویس کې هېڅوک برقه نه اغوندي‌ او نژدې ۳۰سلنه ښځې نقاب په مخ کوي.‌

سویس ۸.۶ میلیون نفوس لري چې پنځه فیصده یې په خټه د ترکي، بوسنیا او کوسوو مسلمانان دي.

د یادولو ده چې حکومت له خلکو غوښتي وو چې د حجاب د بندیز د طرحې په ضد رایه ورکړي.