شاته

عبدالله: د سولې بهیر چټکتیا لپاره باید له وړاندې شوې طرحې ویره ونلرو

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئيس عبدالله عبدلله وايي د افغان سولې پروسې په اړه له وړاندې شویو طرحو څخه باید ویره ونلرو.

عبدالله د یکشنبې په ورځ مارچ اوومه (کب ۱۷) کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په یوې غونډې کې وویل چې د افغان سولې په تړاو وړاندې شویو طرحو باندې باید خبرې وشي او هغه څه په کې ولټول شي چې افغانان یې غوښتونکي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په هره طرح کې نیمګړتیاوې وي او باید اصلاح شي: "که ستونزې لري باید حل شي. بعضې وختونه کله چې یو دوه عنوانه اخیستل کېږي، هغه ته یو ډول خاص حساسیت ښودل کېږي. زه وایم چې ټول مسایل باید تر بحث لاندې ونیول شي."

ښاغلي عبدالله د دغو طرحو په اړه نور معلومات ورنکړل.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس هغې طرحې ته چې د افغان سولې بهیر په اړه زلمي خلیلیزاد له افغان چارواکو او سیاسي مشرانو سره شریکه کړې په اشارې وویل: "هغه طرحه چې اوس مطرح شوې ده د سولې پروسې د ګړنديتوب لپاه د یوې نظریې په توګه وړاندې شوې، دا د ملي مصالحې د شورا د رئیس په توګه له ټولو اړخونو سره شریکوم."

هغه وویل که له طالبانو سره د سولې خبرې یوه ورځ نتیجه ورکړي، د جلا سیستمونو جوړول امکان نه لري او دواړه خواوې باید د یو نظام په چوکاټ کې سره کار وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم وویل چې وړاندې شوې طرحه د امریکا د حکومت رسمي دریځ نه دی بلکې د سولې د مذاکراتو په پرمخ وړلو کې به مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: "امریکایانو چې هرچا ته دا طرحه ورکړې ورته یې دا پیغام هم ورکړی چې دا د هغوی د حکومت طرحه نه ده، بلکې داسې یوه طرحه ده چې د سولې بهیر لږ چټک کړي."

ښاغلي محب وویل چې افغان حکومت په یادې طرحې غور کړی چې تر ډېره د افغانستان د سیاسي نظام د جوړښت په اړه ده.

دا څرګندوې په داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره له افغان چارواکو سره د نورو بدیلو لارو په تړاو بحثونه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې په دغو بدیلو لارو کې په افغانستان کې د مشارکتي حکومت جوړول هم شامل دی.

خو د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني تیره ورځ ټینګار وکړ چې په دغه هیواد کې د انتخاباتو له لارې د واک انتقالول د اساسي قانون عمده غوښتنه ده او هیڅ‌ کله به ورباندې معامله ونشي.