شاته

امریکا د فیسبوک ادارې کې د تبعیضي چلند ادعاوې څېړي

د ټولنیزو شبکو د یوې تر ټولو سترې شبکې ، فیسبوک څو تنه کار کوونکي ادعا لري چې پدې ادارې کې د توکمیز تعصب پر اساس مامورین استخدام شوي او یا لوړو مقامونو ته پورته شویدي.

په امریکا کې په مساوي توګه د ګمارنې د فرصت کمیسیون د فیسبوک د دې کار کوونکو د ادعاوو په هکله څیړنې کوي او دا کار یې "سیستماتیک" بللی.

د فیسبوک د عملیاتي څانګې مدیر او درې نور کسان چې غوښتل یې پدې شرکت کې دنده واخلي، تیر کال د جولای په میاشت کې یې د نژادي تبعیض په هکله شکایت ثبت کړی.

دې کسانو په فیسبوک تور لګولی چې د تور پوستو کار کوونکو او نورو سره چې فیسبوک کې دندې غواړي، نژادي تبعیض کیږي.

په مساوي توګه د ګمارني د فرصت کمیسون تر اوسه فیسبوک پدې قضیه کې تورن کړی ندی او ښایي چې د موضوع په هکله تحقیقات به یې څو میاشتې وخت ونیسي. دې کمیسیون تر اوسه دا ندي ویلي چې د فیسبوک په هکله تحقیقات یې تر کومه ځای رسیدلي.

دا کمسیون معمولا په اداراتو کې دا ډول ستونزې د منځګړتوب له لارې حل او فصل کوي او مدعیانو ته فرصت برابروي چې په خپلو استخدام کوونکو حقوقي دعوې وکړي.

خو کله چې دا کمیسیون کوم شکایت "سیستماتیک" وبولي، دا کار تحقیق کوونکو ته اجازه ورکوي چې د یو شرکت ټول معلومات وڅیړي او ښایي په شرکت په ډله ایزه توګه حقوقي دعوه وشي.

د فیسبوک شرکت هم د دې تحقیقاتو په هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې.

د شرکت یوه ویاند انډي سټون د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نژادي توپیر شکایتونه جدي بولي او هره یوه قضیه څیړل کیږي.