شاته

ننګرهار کې وسله والو د فابریکې اوه کارګران وژلي

د سرخرود ولسوال حاجي معراج تایید کړې چې دغه اوه کسان تېره شپه وسله والو د سرخرود ولسوالۍ په مارغونډۍ سیمه کې وژلي.

ولسوال وايي چې وسله والو دغه هزاره کاریګر په توپنګچه ویشتلي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان په یو کور کې وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایتي روغتون ویاند ګلزاده سنګر امریکا غږ ته وویل چې دوی ته د پېښې له ځای څخه اوه جسدونه راوړل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان چا او ولې وژلي دي.

هغه تصویرونه چې ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي پکې ښکاري چې دغه کسان لومړی له لاسونو تړل شوي او وروسته وژل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې نن سهار لس باندې اته بجې د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې په یوه ریکشا پورې نښلول شوي ماین چاودیدلی چې د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي په وینا په دغې پېښه کې د ننګرهار روغتون د نسايي ولادي څانګې یوه ډاکټره صدف وژل شوې ده.

ډاکټر صدف په همدغه ریکشه کې دفتر ته روانه وه او چارواکو ویلي چې یوه ماشومه هم دغه پېښه کې ټپي شوې ده.