شاته

دانش: وړاندې شوې طرحې باید د نظام د نسکورېدو لامل نشي

د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش وايي چې افغان حکومت د سولې د ټینګېدو لپاره له هر ډول منطقي او معقولې طرحې څخه هرکلی کوي خو د هغه په وینا هیڅ یوه طرحه هم باید د افغاستان د دولت په غیاب کې او د دغه هېواد د ملي ګټو په خلاف مطرح نشي.

ښاغلي دانش د پنجشنبې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۴) د عبدالعلي مزاري په ۲۶م تلین کې وویل چې د موقت دولت طرحه د شاتګ او د نظام د نسکورېدو په معنی ده.

هغه ټینګار وکړ: "هر ډول طرح باید د سیاسي نظام په ساتلو او د افغانستان د اساسي قانون په دوام سره مطرح شي، نه دا چې د نظام د نسکورېدو او د دغه هېواد د اساسي قانون د لغوه کېدو په بیه (مطرح شي)".

ښاغلي دانش په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټیګېدو لپاره د انتخاباتو له لارې د دغه هېواد په سیاسي نظام کې د ټولو اړخونو عادلانه ګډون تر "ټولو ښه میکانیزم" وباله او زیاته یې کړه چې د افغانانو د سیاسي برخلیک ټاکلو لپاره له انتخاباتو پرته بله هیڅ غوره لاره نشته.

هغه وویل: "له انتخاباتو پرته به هېواد په بل ناورین کې ډوب شي او هیڅ څوک به تحمیلي نظام یا داسې یو نظام چې د خلکو د ارادې په اساس نه وي رامنځ ته شوی ونه مني".

دا څرګندوې په داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره له افغان چارواکو سره د نورو بدیلو لارو په تړاو بحثونه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې په دغو بدیلو لارو کې په افغانستان کې د مشارکتي حکومت جوړول هم شامل دی.