شاته

ملګري ملتونه د برما پوځ ته: د مظاهره چیانو بې رحمانه ځپل بند کړئ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې د برما په امنیتي ځواکونو غږ کړی چې د مظاهره چیانو "بې رحمانه" ځپل دې بند کاندي او د پوځ نه یې د هغو کسانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې چې د فبروري د میاشتې د لومړۍ نیټې د پوځي کودتا نه وروسته په "غیرې قانوني" توګه نیول شوي.

میرمن میشل بچلیت نن پنجشنبه مارچ ۴ ( کب۱۴)ویلي چې امنیتي ځواکونو څه باندې ۱۷ سوه کسان په خپل سري توګه نیولي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

په نیول شویو کسانو کې ۲۹ خبریالان هم چې تازه نیول شوي. پدې خبریالانو تور دی چې مخالفین هڅوي او په غیرې قانوني غونډو کې یې برخه اخیستې.

د برما پوځ او پولیسو د پوځي کودتا راهیسې، لږ تر لږه ۵۴ کسان وژلي خو ملګرو ملتونه وایي ښایي دا ارقام تر دې هم لوړ وي.

په همدې حال کې د برما پولیس وایي یو شمیر غړیو یې د پوځ په خلاف د مظاهره چیانو او مدني نافرمانانو سره لاس یو کړی.

په تازه پیښه کې د برما ۳ پولیس هند ته اوښتي او د پنا غوښتنه یې کړې. هندي چارواکي وایي د برما دې پولیسو ورته ویلي چې هغوي ته د پوځي واکمنانو لخوا لارښوونې کیدلې خو دوي ورته غاړه نه کیښوده او په همدې خاطر د هیواد نه وتښتیدل.

بل پلو د برماامنیتي ځواکونو مظاهره چیانو ته په ټیک ټاک کې په تازه خبرداري کې ویلي که هر څوک پر مخ ورغی، ولي یې.

د برما وسله والو ځواکونو د مظاهره چیانو د بیرولو او ګواښلو لپاره نوي اقدامات پیل کړي. پوځ او عسکرو دا ځل د ویډیو د شریکولو د یوې مشهورې شبکې (ټیک ټاک) د لارې مظاهره چیانو ته چې د پوځي کودتا په خلاف لارو کوڅو ته راوتلي، د مرګ ګواښ کړی.

په برما کې د ډجیټلي حقونو مدافعین وایي په ټیک ټاک کې یې د ۸۰۰ نه ډیرې د پوځ په پلوۍ ویډیوګانې میندلي چې مظاهره چیانو ته پکې ګواښ شوی.

مظاهره چیانو ته دا تازه ګواښونه پداسې وخت کې کیږي چې ملګرو ملتونو ویلي یوازې پرون د چارشنبې په ورځ لږ تر لږه ۳۸ مظاهره چیان وژل شوي دي.

ټیک ټاک ویلي چې په برما کې به ټول هغه مواد لیرې کړي چې تشدد پاروي. د ټیک ټاک د دې اقدام نه وړاندې فیس بوک په برما کې ټولې هغه پاڼې چې د پوځ سره تړلې وې، بندې کړلې.

د برما د پوځ ویاند په ټیک ټاک کې د مظاهره چیانو د ګواښونو د موضوع په هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې.

ویل کیږي چې په ټیک ټاک کې سل ګونه داسې ویډیوګانې شته چې یو شمیر کسان چې د برما د امنیتي ځواکونو نظامي یونیفورم یې اغوستی د مظاهره چیانو د ځپلو ګواښونه کوي.

یوه ویډیو چې د رویټرز خبري اژانس تر لاسه کړې یو کس چې نظامي جامې یې اغوستي او ټوپک یې په لاس کې دی، مظاهره چیانو ته وایي " په لغنتي مخونو ولم او زه اصلي مرمۍ کاروم، زه نن شپه په ټول ښار کې ګزمه کوم او هر څوک چې پر مخ راغلل، ولم یې، که غواړئ شهید شئ، زه مو دا ارمان پوره کوم".