شاته

افغانستان کې کروناویروس؛ یوه اونۍ کې ۱۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمیرې ښيي چې په تیره یوه اونۍ کې د کروناویروس ۱۲۰ مثتبې پېښې په ټول افغانستان کې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د شمېرو په اساس د روانې اونۍ د شنبې ورځې له پیل څخه تر پنجشنبې ورځې پورې د افغانستان په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې د کروناویروس څه باندې لس زره او ۲۲۰ مشکوک سمپلونه ارزول شوي دي.

همدا شان په دې موده کې د افغانستان د روغتیا وزارت د کروناویروس له امله د شپږو کسانو د مړه کېدو او د ۷۷ ناروغانو د بېرته روغېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت رسمي معلومات ښيي چې په افغانسان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه ۵۵زره او ۸۲۷ کسان په کرونا اخته شوي، ۴۹زره او ۳۶۲ بېرته روغ شوي او دوه زره او ۴۴۹ کسان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

په عین حال کې د روغتیا وزارت د کب په پنځمه د کروناویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د کرونا واکسین تطبیقول هم پیل کړي او تراوسه یې کابو ۲۶زره او ۴۰۰ روغتیايي کارکوونکي او ډاکټران واکسین کړي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د حانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۱۵میلیونه او ۲۷۳زره کسان په دغه ویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو دوه میلیونه او ۵۶۲زره یې مړه شوي دي.