شاته

عراق کې د ایتلافي ځواکونو پر اډه د توغندیو برید شوی 

په عراق کې د امریکا پر مشرۍ پوځي ایتلاف د چهارشنبې په ورځ مارچ ۳ (کب ۱۳) وویل چې د عراق په یوې پوځي اډې چې ایتلافي ځواکونه په کې دیره دي، د توغندیو برید شوی.

په عراق کې د ایتلافي ځواکونو ویاند ډګروال واین ماروتو وویل چې د عراق په الاسد پوځي هوایي اډې باندې لس توغندي ویشتل شوي دي.

ددغې برید په نتیجه کې د رامنځ ته شوي ځاني او مالي تاوان په اړه تر اوسه څه ندي ویل شوي.

دغه برید پداسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ د نړۍ د کاتولیکانو ستر مذهبي مشر پاپ فرانسیس عراق ته په څلور ورځني سفر ولاړ شي.

همداشان دغه برید دوه اونۍ وروسته له هغې کیږي چې د عراق په شمال کې په یوې اډې باندې د توغندیو په برید کې د امریکا د متحده ایالاتو یو ملکي قراردادي ووژل شو او یو امریکایي پوځي منسوب ټپي شو.

د فبرورۍ د ۱۶دغه پوځي برید ددې سبب شو چې د امریکا متحده ایالات په سوریه کې پر یو شمیر اهدافو باندې هوایي بریدونه وکړي، پنتاګون وايي له دغو مرکزونه څخه د ایران له ملاتړ نه برخوردارو ملیشه ډلو استفاده کوله.

د امریکا متحده ایالات دغه ډلې پدې تورنوي چې پدې وروستیو کلونو کې یې په عراق او سوریه کې پر امریکایي مواضعو بریدونه کړي دي او چارواکي وایي د امریکایي ځواکونو له خوا وروستي هوایي بریدونو په راتلونکې کې ایران پلوه ملیشو ددغه ډول بریدونو د مخنیوي په مقصد شوي دي.

ایران تیر کال د الاسد په پوځي اډې باندې وروسته له هغې برید وکړ چې د ایران یو لوړپوړی پوځي قوماندان قاسم سلیماني د امریکایي ځواکونو په برید کې ووژل شو.