شاته

افغانستان د هوايي دهلېزونو له لارې ۷۴۱۴ ټنه محصولات صادر کړي

د افغانستان بانک وايي، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې له دغه هېواد نه بهر ته د هوايي دهلیزونو له لارې د ۱۹۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۷۴۱۴ ټنه کورني محصولات صادر شوي دي.

د بانک د معلوماتو پر بنسټ دغه توکي‌ د ۵۱۳ الوتنو په واسطه چین، هند، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ترکیې او نورو اروپايي هیوادونو ته صادر شوي دي.

د افغانستان بانک په یوې خپرې شوې اعلامیې کې دا هم ویلي چې: "د هوايي دهلېزونو له لارې د صادراتو لړۍ د قرنطین په مودې کې هم روانه وه."

له دې برسېره د افغانستان بانک په وینا یاده لړۍ به په روان ۲۰۲۱ کال کې نوره هم چټکه شي.

د افغانستان وچې مېوې، دارويي بوټي او غالیو ته په خلیج او غربي مارکېټونو کې د ښه کیفیت له امله تقاضا ډېره ده.

له دې مخکې د افغانستان وچو مېوو او زعفرانو څو ځله د نړۍ په کچه د ښه کیفیت مقام ګټلی دی.

په همدې حال افغانستان په تېرې میاشتې کې کاناډا او ازبکستان ته د ځمکې او اوبو له لارې د وچې مېوې صادرات هم پیل کړي‌ دي.