شاته

'افغان کمانډو ځواکونو هرات کې د طالبانو زندان مات کړی'

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو د ځانګړو عملیاتو پرمهال په هرات ولایت کې ۳۴ بندیان د طالبانو له زندان څخه ازاد کړي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن چهارشنبه مارچ دریمه(کب ۱۳) امریکا غږ ته وویل چې دغه عملیات تیره شپه د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په «کروچه» سیمه کې تر سره شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په ازاد شوو کسانو کې ۱۱ تنه یې د ملي اردو سرتیري، ۷ پولیس، درې د هوايي قوا منسوبین،۷ ملکي دولتي مامورین، ۷ تنه د یوې پروژې کار کوونکي او د پاڅونوالو یو غړی شامل دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل چې د افغان کمانډو د عملیاتو پرمهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او په ګڼ شمېر کې وسلې او مهمات یې هم له منځه وړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په تیرې سلواغې میاشتې کې په لوګر او بغلان ولایتونو کې د طالبانو له زندانه د ملکي او پوځي کسانو په ګډون د ۶۴ بندیانو د ازادولو خبر ورکړی و.

یاد وزارت ویلي چې د تیر یو کال راپدېخوا یې سلګونه کسان د طالبانو له زندانونو څخه ازاد کړي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.