شاته

چارواکي وايي د بلوچستان په سکولونو کې د استادانو کمی به زر تر زره پوره کړي

په بلوچستان کې د تعلیم د څانګې چارواکي وايي په صوبه کې د استادانو د کمښت له امله د زدکړو چارې ډېرې اغیزمنې دي او حکومت هڅه کوي چې زر تر زره دا کمی پوره کړي.

په طبیعي زېرمو شتمنه خو د پاکستان په شاته پاته صوبه کې د تعلیم سېکرټري شیر خان بازی وي او ای ډیوه ته ویلي له 2015 کال راهسې په صوبه کې تر نهه زره زیاتو ښونکو کمی وو خو دوی تېره میاشت پنځه زره استادان په کار و ګمارل او د نورو څلور زره ښونکو لپاره پلان جوړوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسیف په خپل رپورټ کې ویلي په بلوچستان کې له 60 څخه تر 70 فیصده پوري ماشومان له سکولونو څخه دباندي دي او دا چې په صوبه کې په اوسط ډول له 30 کلومیتره وروسته یو پرایمري سکول، له 260 کلومیتره وروسته یو مېډل سکول او د 360 کلومیتره په واټن یو هایي سکول دی.

د تعلیم سیکرټري شیرخان بازی هم دا ریپورټ تایده وي او وایي په صوبه کې نزدې 14,000 سکولونه دي چې پکې 10 لکه زده کونکي خپلې زدکړي کوي او تر دې زیات یعني 12 لکه ماشومان له سکولونو څخه دباندې دي.

نوموړي و ویل بلوچستان دومره مالي سرچینې نه لري چې هر ماشوم ته د زدکړو چارې برابرې کي خو زیاته وي حکومت په بېلا بېلو پلانونو کار شورو کړی دی چې په سکولونو کې د ماشومانو او استادانو شمېر زیات کړي.

په پاکستان کې په تعلیمي چارو د څېړنې یوه غیر دولتي اداره الف اعلان وايي په بلوچستان کې له سکولونو څخه په زیات شمېر ماشومان ځکه دباندې دي چې هلته د سکول او د کورونو یا کلیو ترمنځ واټن ډېر زیات دی.

یاده اداره وایي په صوبه کې د نجونو تعلیمي وضعیت د هلکانو تر تعلیم هم خراب دی چیرې چې 78 فیصده نجونه له سکولونو څخه بې برخې دي. او ډېری بیا له پرایمري ورسته د زدکړو چارو ته مخه ښه و وایي.

الف اعلان وایي په بلوچستان کې 1,800 سکولونه استادان نه لري، تر 2,000 زیات مکتبونه د چښلو اوبه، تشنابونه او نوري اسانتیا نه لري او دا ډول تر 6,000 زیات سکولونه یوازې یو استاد لري.

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.