شاته

زلمي خلیلزاد د ولسمشر اشرف غني سره د افغان سولې په بهیر خبرې وکړې

په افغانستان د امن دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل کې د ولسمشر محمداشرف غني سره د افغان سولې په بهیر خبرې وکړې.

د غونډې په اړه ارګ په خپله وېب پاڼه وویل "دواړو لوریو د سولې پروسې په راتلونګو ګامونو خبرې وکړې او د سولې پروسې پر چټکتیا یې ټینګار وکړ."

ارګ وویل "ډاکتر زلمي خلیلزاد د سولې لپاره پر داخلي اجماع او سیمه ییزې او بین المللي ډيپلوماسۍ خوښي وښوده او یو ځل بیا یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د اغېزناک رول ډاډ ورکړ."

خلیلزاد د افغانستان ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره و لیدل.

د ليدنې په اړه عبدالله عبدالله ويلي، چې دواړو د سولې په عمل، د دوحې د خبرو او د امریکا او طالبانو د دوحې تړون ته د امریکا د بیا کتلو او ورسره د راتلونکې او په نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

عبدالله وویل په سمدستي ډول د تشدد ختمولو او د سولې د خبرو د ګړندي کولو غږ یې وکړو.

زلمي خليلزاد په خپله د دغه ليدنې په اړه څه نه دي ويلي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي خلیلزاد به د افغانستان د حکومتي مشرتابه، طالب استازو او د سيمې د نورو هېوادونو سره د خبرو د بیا پېل کولو په سر بحثونه وکړي چې د سياسي جوړ جاړي تر څنګ هر اړخيزه ډز بندي وکړی شي.

نوموړي دغه سفر په داسې وخت کې کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون کال پوره شو.

امريکا وايي د طالبانو سره شوي تړون ته بيا کتنه کوي چې طالبانو د نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې ختمي کړي که نه؟ تشدد يې کم کړی؟ او د افغانستان د حکومت سره یې د سولې خبرې کوم ځای ته رسولي دي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي بېن الافغاني خبرې بيا په 12م ستمبر پېل شوې چې وخت په وخت د ځنډ هم ښکار شوي او تر اوسه یې کومه کوټلي نتيجه هم مخې ته نه ده راغلې.

بل لور ته په افغانستان کې د طالبانو لخوا په افغان امنيتي ځواکونو بريدونه او د امنيتي ځواکونو لخوا د طالبانو پرضد عمليات هم دوام لري.

افغان حکومت وايي، د دوحې تړون چې شوی او تراوسه چې په دغه عمل کې څه هم شوي د سولې په تمه وخت ضايع شوی او په افغانستان کې مرګ ژوبلې او بدامني نوره سېوا شوې ده.

طالبان وايي په دې کال کې يې جګړې راکمې کړي او په تړون کې کړې ژمنې يې پوره کړي دي.