شاته

پاکستان بيا د افغانستان د سولې د عمل د ملاتړ کولو خبره تکرار کړې

پاکستان ويلي د افغانستان د سولې د عمل ملاتړ به جاري ساتي، دغه خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان د صدر اشرف غني د ځانګړي استازي محمد عمر داودزي سره په ليدنه کې کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، دواړو مشرانو د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (25 فرورۍ) په اسلام اباد کې ليدلي دي.

د پاکستان لپاره د صدر غني ځانګړی استازی عمر داودزی د پاکستان په درې ورځني سفر دی، مقصد یې له پاکستانه دا غوښتل دي چې طالبان ډزبندۍ او د سولې مقصدي خبرو ته چمتو کړي.

څېړونکي وایي پاکستان اوس هم په افغان طالبانو پوره اغېز لري، افغان او نړیوال چارواکي ځکه بیا بیا ترې غواړي چې طالبان د سولې خبرو او ډزبندۍ ته حاضر کړي.

داودزي د پاکستان سفر په داسې حال کې کړی چې د فرورۍ په لومړۍ نېټه په قطر کې د افغان حکومتي پلاوي او طالبانو ترمنځ 40 ورځې وروسته ليدنه شوې ده.

شاه محمود قرېشي ويلي په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او زياته کړې يې ده پاکستان پرله پسې د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

هغه ويلي وزیراعظم عمران خان تل په دې ټينګار کړی چې د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی.

قرېشي په دې خبره زور راوړی چې په افغانستان کې د تشدد روانو پېښو د افغانستان د سولې په خبرو کې لاسته راوړنې اغېزمنې کړي او زياته کړې يې ده که دغه تشدد به هغه قوتونه پياوړي کړي څوک چې نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.

هغه ويلي د افغانستان مشرتابه بايد د دغه تاريخي موقعې نه ګټه واخلي او په افغانستان کې د تل پاتې سولې دپاره په ګډه کار وکړي.