شاته

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه شوې

امنیتي چارواکي وايي، یو ځانمرګی کس چې غوښتل یې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځانګړو سرتیرو پر یوه عملیاتي مرکز موټر بم برید وکړي د افغان ځواکونو لخوا له منځته وړل شوی دی.

پېښه نن جمعه فبروري ۲۶(کب اتمه) د ارغنداب ولسوالۍ په جي لاهور سیمه کې سهار وختي در بجې رامنځته شوې ده.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی امریکا غږ ته وویل چې وروسته موټر بم چاودنه کړې چې پرمهال دوه افغان سرتیري ټپيان شوي دي.

هغه وويل: "نن سهار یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر قرارګاه باندي برید وکړي چې زموږ د قواوو له لوري پرې لومړی برید شوی ځانمرګی برید ګر لمنځه تللی، خو په موټر بم چاودنه کې يې زموږ تراوسه ۲ تنه نظاميان چې په پېښه کې ټپي شوي نظامي روغتون ته لېږدول شوي."

ویل کیږي چې د چاودنې شدت دومره زیات وو چې د کندهار ښار په ګډون يې تر لېرو سیمو پوري غږ اورېدل شوی دی.

امنیتي سرچینې وايي چې تر چاودنې وروسته جګړه هم رامنځته شوې او تر سهار پنځو بجو پوري يې دوام در لود.

د کندهار یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرطامریکا غږ ته وويل چې د ارغنداب ولسوالۍ په جي لاهور سیمه کې پر تصفیه وي عملیاتو بوخت ځانګړو ځواکونو پر یوه مرکز د هاموي ټانک په وسیله موټر بم ځانمرګی برید شوی دی.

سرچیني زیاته کړه:"د ارغنداب ولسوالۍ په جي لاهور دښت سیمه کې د کمانډو ځواکونو پر سرتیرو چې په یوه سرای کې ځای پر ځای شوي وو د هاموي ټانک په وسیله ځانمرګی برید شوی وروسته جګړه پيل شوې چې ۹ تنه افغان سرتیري پکښې وژل شوي او یو شمېر نور يې ټپیان شوي، د چاودنې د شدت له کبله په سیمه کې مالي زیان هم رامنځته شوی، خو د ملکي مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته."

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې کندهار د خلکو استازي او د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي خلیل احمد مجاهد هم د هاموي ټانک په وسیله پر افغان سرتیرو چاودنه تائید کړه.

هغه وويل چې په سیمه کې د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیاتو کې ځيني کلي د وسله والو له حضور څخه پاک شوي خو لاهم په سیمه کې جګړه ده.

د زیاته کړه:"زموږ د معلوماتو له مخې پر هغو نظامي قواوو د هاموي ټانک په وسیله ځانمرګی برید شوی چې په سیمه کې په نظامي عملیاتو بوخت وو په سیمه کې جګړیز حالت دی او له عامو خلکو سره اړیکه هم نشته."

ارغنداب ولسوالي له تیرو څلورو میاشتو راهیسې د شدیدو جګړو شاهده سیمه ده چې دوې اونۍ وړاندي يې په کوهک سیمه کې هم د پوليسو پر یوه مرکز د هاموي ټانک په وسیله ځانمرګی برید شوی وو.

د یادي ولسوالۍ تر پنځه ويشت زره زیاتي کورنۍ د جګړو له ويري له خپلو سیمو څخه کډوالي شوي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي هم وايي چې د ارغنداب په ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو تصفیوي عملیات له تیرو څو ورځو راهیسې پيل شوي چې له مخې يې هره ورځ له پنځوس څخه تر شپېته کړۍ پوري د سړک د غاړې ماینونه لمنځه وړل کیږي.

خپله وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د پېښي په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي